افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
کرنیلي ږیره
کرنیلي ږیره
په کوم غره کې شکاڼه پیدا کړه سپینه ناوې
چېرې شدوپۍ شوې غولانځورې غواوې
چېرې دی چنار ثریا ته پرې ختلئ وې
او چېرې هغه ښار چې په خلګو ننوتئ وې
چېري هغه سترګې د بلال افق لیدلئ و
چېري هغه تیګې د ابلیس نس یې څيرلئ و
چېرې هغه لاس د فرهاد غر یې ښودلئ و
چېرې هغه ژبه چې خسرو یې مین کړئ و
تا چېرته الفبا کړه چې دلته دې املاء کړه
تا کوم نیالی پاللئ چې یې شنه زما کلا کړه
چېرې هغه نفس ابلیس پکې موجود نوي
چېرې هغه ځمکه خدای ته کې سجود نوي
چېرې اوف و پف د افغان مدح یې کړې وي
او چېرې تورلېنګی په افغان یې لورولئ وي
چېرې سپوږمۍ راوړې د واورې پرخې لمر ته
چېرې چرګ آذان زرکو مسحې کړلې سر ته
شاباسی په تا کرنیلي ږیره ده پرېښې ده
مکتب د صیهونیزم شیطاني نخره دې کړې ده