پښتو ادب · شاعران
مجيب ( احساس)
د مجيب ( احساس) پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
10 خپاره شوي شعرونه
دکندهاردګلونوجنازوته !بشپړ شعر ولولئ
دکندهاردګلونوجنازوته !
مجيب ( احساس)
داحمدشا ه هډوکي خاورې دي اوس
دميرويس خان په پګړۍ څه نازيږي
څوک ددچيغوآوازهيڅ نه اورې
په دې بې درکه نړۍ څه نازيږي
____
دتيرپرون بابونه څه ته ګورې
راشه دخپل هويت پوښتنه وکړه
اې دافغان په آزادۍ مينه !
اوس ددخپل حريت پوښتنه وکړه
___
دخپل تقديرګريوان ته لاس مه نيسه
لږدې په خپل ګريوان کې سرښکته کړه
پرون دتـــــــــــــــــــــــــــــــــــيروزمانوخبرې
دخپل نيکه ګريوان ته لاس مه نيسه
___
ددوه کلن شهيدماشومې سلګۍ
دبوروميندوچيغې اورې کنه ؟
په قندهارخودې اورنه ووپيرزو
اوس دګلونوچيغې اورې کنه
__
دکندهاردپسرلي شماله !
دنوي ژوندهنګامې مه خوروه
له اننګونه دې دوينوبوي ځي
نوردګلونووږمې مه خوروه
___
دسلګوغږله ستوني مه اوباسه
دنيکه توره نورحکمت نلري
اوښکې دې پاکې کړه دردمنې خورې
دبچي مرګ دې نورقيمت نلري
ابلیسبشپړ شعر ولولئ
ابلیس
مجيب ( احساس)
دابليس بدرنګ لاسونه
دنړۍ له ستوني تاودي
دنړۍ لمن په خپلووينوسره ده
ديوچاپه توروجودکې
ديوزړه په نوم يوڅه دي
دادرنګ اونوره ډکه
نړۍ وينه ورته ښکاري
دانسان انسان وژونې
لړۍ مينه ورته ښکاري
جاسوسبشپړ شعر ولولئ
جاسوس
مجيب ( احساس)
له جاسوخلک راتاودي
جاسوس تک ژېړتښتېدلى
دجاسوس لاسونه کلک پرپړي ټينګ دي
دجاسوله سترګوڅاڅي دنيمګړي آرمان اوښکې
هادي څووسلوال راغلل
شورماشورشوخلک نورهم پرې راټول شول
دجاسوس زړه په درزاشو
نورنومرګ ته مخامخ دي
دبې کسه ماشومانواوزړې ادکې ياديې
لکه مارپه زړګي چيچي
وسلوال ښه رورنژدې شو
ټول وجوديې لکه پاڼه پاڼه ريږدي
وسلوال ترمټ راونيو
اوترسرپوريې څوړندپړى غاړې ته ورکوزکړ
خلکوچيغې کړې نارې شوې
مرګ په داسې جاسوسانو!
مرګ په داسې جاسوسانو!
دجاسوس زړه په درزاشو
دجاسوس په زړه کې سل هيلې راتاوشوې
څه دجبراودظلم محکمه ده
دلته هغه څوک مجرم دي چې بې کسه وي
مظلوم وي
دجاسوس په غاړه پړى ورتنګيږي
جاسوس پورته شوله ځمکې
وسلوال ترې په شاکيږي
خلک ټول حيرت نيولي
دجاسوس پښې په هواشوې
آخوادې خواراغورځيږي
له يوڅوشېبونه ورسته
دجاسوس مخ تک شين واوښت
جاسوس غلى شوآرام شو
وسلوال په زړه کې ووې
څوچې زه دلته حاکم يم
څوچې زماحکم چليږي
دلته څوک راته جاسوس ويلى نه شي
دلته څوک پرماشاهدنيولى نه شي .
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
مجيب ( احساس)
يودردغوندې آرمان مې له پرهاره ويښوي
يوڅوک مې درنګين ژوندله مداره ويښوي
دوصل مجنوخياله لږيوڅوشېبې اوده شه
مجنوغوندې جنون مې ستالپاره ويښوي
دوخت مطربه !څنګه په هنردزه اوده کړم
خوسپين ياغي ضميرمې له خماره ويښوي
سپېڅلې حماسې دې لااودې ندي پښتونه
شملې دې دوياړونو له مزاره ويښوي
ځنځيردغلامۍ دې دومره هم نه يم وژلى
احساس دآذادۍ مې شرنګرهاره !ويښوي
چک
هيلهبشپړ شعر ولولئ
هيله
مجيب ( احساس)
زمادخيال په دې ويرجنه دښته
چې هرسپرلى ورڅخه لرې ګرځي
لکه ماشوم چې له تيارووېرېږي
ورته نژدې نه راځي
هو!
دلته که کله تېرېدلې ګرانې
لږپه تلوارتېرېږه
چې زمادخيال
داخوبوړې هيلې
ويښې نکړې
١٣٨٧-٣-٨
وردګ ، خوات
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
مجيب ( احساس)
اوس چې دجانان له فکروپامه غوځېدلى يم و
اوس خوزه دژوند له هسکه بامه غوځېدلى يم
نورمې دژوندون هيلې بس تاپورې تړلې دي
نورله بل هدف له بل مرامه غوځېدلى يم
زه ديوياغي مرغه ياغي وزر وم يادمې شي
اوس دلارې پل يمه له ګامه غورځېدلى يم
نورنودرنګونو فلسفوکتاب کې نشته يم
اوس بې درده خيال يم له خيامه غورځېدلى يم
نوم ورکيبشپړ شعر ولولئ
نوم ورکي
مجيب ( احساس)
دشپې تياره له رازه ډکه سينه
سپوږمۍ په سپينو الماسينو
وړانګو وڅيرله
دچنارونو ژبې وخوځېدې
نن شپه سپوږمۍ ته
دژوندون يوڅوسندرې وايې
باددغنمو څڼې واړه ولې
مرغيو ځالو کې واړه بچي نورهم راټينګ کړل
بياله سپوږمۍ ځېنې راتا شول ستوري
ټولو يوبل ته خپل لاسونه ورکړل
اودسپوږمۍ چمبې ته ځان خوځوي
سيند په ستومانه اوږو
بياڅونوم ورکې جنازې تېرې کړې
ننګرهار
کوترېبشپړ شعر ولولئ
کوترې
مجيب ( احساس)
بېګامې خيال کې پاڼې ،پاڼې شوې خور کوترې
لکه له بازه ترهېدلې تښتېدې کوترې
خداي خبربيايې کوم فردېس شهېدپه زړه ورېده
ديوه مزار له شنو جنډونه تاوېدې کوتري
دمازديګر دلمر دوړانګو سره يوځاي لاړې
ستاله ښکلانه ستاله حسنه ځارېدې کوترې
يومې جانان يوه د(احساس)دنظرستړې هيله
يوځاي به نه شي چېرې هم کله دادوې کوترې
مزلونهبشپړ شعر ولولئ
مزلونه
مجيب ( احساس)
دناآشنا ښار مسافريو کړو په شپو مزلونه
په ستړو لارو ځوپښې اېبله په اغزو مزلونه
چې رانه وړي زمادخيال هغه ماشومه دنيا
خدايه!يوڅوشېبې راتم کړي دوختو مزلونه
ســـــــــتادمنزل په ره لاره ګام پرګام بلددي
يوازې تاپوري رســـــــــــــېږي دخيالو مزلونه
دځوان (احساس) آسمان مې بيادميني لمرراوړي
نور به ستنيږي له دې ښاره دتيارومزلونه
ښکلابشپړ شعر ولولئ
ښکلا
مجيب ( احساس)
بېګابس ټوله شپه نارامه ومه
بېګامې چادخيال له ښکلې اورنګينې غېږې
ستادنامه حک شوي توري په بڼو ورانول
مااورېدل ته راته چېغې وهې
خوزه دسپېنو جادوګروسترګو زور نه لرم
زه په دې سترګوکې ښکلاوينم خو
دهغې شاته يو شيطان ناست دي
ماته ښکلاښئي بربنډه ښکلا
آه !څومره بدرنګه د ه بربنډه ښکلا
ته راته چيغې وهې ښه يې اور
خوزه دسپېنو جادوګروسترګو زورنه لرم
داجادوګرې سترګې اوردهوسونو شيندي
اودسپېڅلو زړونو مينه وژني
راشه اوس تاب ددې اور نلرم زه
نورنوله خپله ژونده تنګ يم ګلې
له خپل ضمير سره په جنګ يم ګلې
ته راته چېغې وهې ښه يې اورم
خوزه دسپينو جادوګروسترګو زورنلرم