د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1024 شاعران8487 شعرونه
مجيب ( احساس)

دکندهاردګلونوجنازوته !

داحمدشا ه هډوکي خاورې دي اوس
دميرويس خان په پګړۍ څه نازيږي
څوک ددچيغوآوازهيڅ نه اورې
په دې بې درکه نړۍ څه نازيږي
____
دتيرپرون بابونه څه ته ګورې
راشه دخپل هويت پوښتنه وکړه
اې دافغان په آزادۍ مينه !
اوس ددخپل حريت پوښتنه وکړه
___
دخپل تقديرګريوان ته لاس مه نيسه
لږدې په خپل ګريوان کې سرښکته کړه
پرون دتـــــــــــــــــــــــــــــــــــيروزمانوخبرې
دخپل نيکه ګريوان ته لاس مه نيسه
___



ددوه کلن شهيدماشومې سلګۍ
دبوروميندوچيغې اورې کنه ؟
په قندهارخودې اورنه ووپيرزو
اوس دګلونوچيغې اورې کنه
__
دکندهاردپسرلي شماله !
دنوي ژوندهنګامې مه خوروه
له اننګونه دې دوينوبوي ځي
نوردګلونووږمې مه خوروه
___
دسلګوغږله ستوني مه اوباسه
دنيکه توره نورحکمت نلري
اوښکې دې پاکې کړه دردمنې خورې
دبچي مرګ دې نورقيمت نلري

د شاعر نور شعرونه ←