افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1024 شاعران8487 شعرونه
ښکلا
بېګابس ټوله شپه نارامه ومه
بېګامې چادخيال له ښکلې اورنګينې غېږې
ستادنامه حک شوي توري په بڼو ورانول
مااورېدل ته راته چېغې وهې
خوزه دسپېنو جادوګروسترګو زور نه لرم
زه په دې سترګوکې ښکلاوينم خو
دهغې شاته يو شيطان ناست دي
ماته ښکلاښئي بربنډه ښکلا
آه !څومره بدرنګه د ه بربنډه ښکلا
ته راته چيغې وهې ښه يې اور
خوزه دسپېنو جادوګروسترګو زورنه لرم
داجادوګرې سترګې اوردهوسونو شيندي
اودسپېڅلو زړونو مينه وژني
راشه اوس تاب ددې اور نلرم زه
نورنوله خپله ژونده تنګ يم ګلې
له خپل ضمير سره په جنګ يم ګلې
ته راته چېغې وهې ښه يې اورم
خوزه دسپينو جادوګروسترګو زورنلرم