افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
کوترې
بېګامې خيال کې پاڼې ،پاڼې شوې خور کوترې
لکه له بازه ترهېدلې تښتېدې کوترې
خداي خبربيايې کوم فردېس شهېدپه زړه ورېده
ديوه مزار له شنو جنډونه تاوېدې کوتري
دمازديګر دلمر دوړانګو سره يوځاي لاړې
ستاله ښکلانه ستاله حسنه ځارېدې کوترې
يومې جانان يوه د(احساس)دنظرستړې هيله
يوځاي به نه شي چېرې هم کله دادوې کوترې