د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

تورپیکی تمیل

د تورپیکی تمیل پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

30 خپاره شوي شعرونه

احساسبشپړ شعر ولولئ

احساس

تورپیکی تمیل

دزړه سره اړيکي دي
چه حس کيږي
درک کيږي
لکه درد
لکه لوږه
لکه تنده
لکه ګرمي
لکه يخ
لکه ستوماني
لکه خوب
لکه وفا
لکه جفا
لکه خوښي
لکه غم
هو!
لکه مينه
داتول حس غواړي
درک غواړي
ويلو ته ضرورت نه وي
دزړه حس!
تل ريشتيا واي

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

تورپیکی تمیل

ګوره دوفــــــا دبيوفـــــــا توپيــــــر په څه کي ده
ړونـــــــد ګوره بينـــــا توپـــــــــــير په څه کي ده

خوږ ژونـــــــــــــدون خوبس هر څوک غـــــــواړي
نوروسره زما دتــــــــمنا توپيــــــــر په څه کي ده

خدايه دعــــــــا دي دليلا په ځه قبـــــــــــوله کړه
زما اوستادميني دغه دعواتوپيـــرپه څه کي ده

راشــــــــــــه سره کينــــــــو سره يو شـــــــو نور
دغه لراوبر دپښتــــــــــــــنخوا توپير په څه کي ده

څه دردمند زړه دي دپيکي خواري نصيب کي کړو
ووايه زما خواري اوستا توپــــــــــير په څه کي ده

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

تورپیکی تمیل

بيګاه ستا ديادونو په زانګو کي زنګيـــــــــــــــدم
يو يو مي بل شمارل ستا په خيالو کي زنګيدم

سپوژمي اوستوري تول مي ميلمـــــــــــانه وه
ديره کي مستانه وم په پيالو کي زنګـــــــيدم

سهار دلمر په څـــــــيرکه ورځ چه راغــــــــــــــله
دلمر په هره وړانګه پلوشو کي زنګـــــــــيدم

دژوندپه هره ســــــــــــاه او په شـــــــيبوکي
په ويښه که په خوب کي ستاغموکي زنګيدم

دستادهري خبــــــــــــري خدا"ج"ګـــــــوا ده
دستا په هريولفـــــــظ او تپو کي زنګيــــــدم

پيــکي دغه ژوندون ده وفا غواړي له مويږه!
دميني په زانګو کي اوخوږو کي زنګيـــــدم

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

تورپیکی تمیل

ريشتيا به راته چه بيــګاه دياديدلم اوکنه
په زړه دلکه للمــــه اوريـــــــــــــدلم او کنه

دميني هم عجــــــيبه شان احساس دي
چه سترګي دپرانستلي زه به غړيدلماوکنه

دنيادوداودستورکي دهيچــــاښه په نشي
يادونوکي دي وايه زه تلم راتللــــم او کنه

په تاچه څه تيريږي هغه تول احساس ومه
په شاني دزړګي دي خوږيـــــــدلم اوکــنه

راځه چه درته ووايــــــم دستا دزړګي حال
پيکي زه صحي وايم دزړه دخبريدلم اوکنه

زړهبشپړ شعر ولولئ

زړه

تورپیکی تمیل

دازړه مي ډير قوي باله
دهندوکش دغره په شاني
داباسين دڅپو په څير
مګرهيڅ مي ګمان نه کاو
چه دا هم دغوښي يوه توته ده
چه ددوه وو سترګو دبريښنا په وړاندي
دادومره ناتوانه اوبي وسه شي
اوس په پوشوم
چه دا سومره ناتوانه ده.

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

تورپیکی تمیل

زړګيه راته وايه ستا دردونه اخرڅه دی
ژړيږي تل کړيږي فريادونه اخرڅه دي
دژوند په نيمه لاره جانان يم ودره ولي
پښتم ترينه دميني داشرطونه اخرڅه دي
ژوندونه بهانه دتيريدو دي نوره نشته!
بيوفااشنا دلاسه داګلونه اخر څه دي
سهارپه طمع دبيګاه بيګاه په طمع د سهار
سترګو په سترګو کي کتل دا ديدنونه اخر څه دي
زړګي مي تنګ ده نور شلوي داميدو تارونه
فايده يی ونکړه ملايانو داتاويزونه اخر څه دي
پيکي راځه چه نن تصميم دا اخري ونيسو
ژونده تيريږه بي ارمانه داارمانونه اخر څه دي

خوښيږ ی مي !بشپړ شعر ولولئ

خوښيږ ی مي !

تورپیکی تمیل

خوښيږ ی مي !
ولي مي نه خوښيږيي
لکه دي للمي باران
لکه دسپرلي ګلونه
لکه ستوري سپوږمي
لکه دسهار وږمه
چه په خپل ملايم نسيم
کي دعاګاني وايي
لکه دماښام اذان
چه دورځي د پا ي شيبي
دي پکي
او لکه هغ ديتيم دخولي مسکا يادوم
چه کله په خپل سر دچا
دشفقت لاس وګوري
هو داسي مي خوښيږي !
لکه هغه شيبي
چه دارمان وي
چه دوصل وي
چه دخوښي وي
داسي لکه دوطن غيږه
لکه دخوشحالي نه رابرسيره اوښکه
لکه هغه مړي چه وږي نس مړه وي
داسي داوبو ګود چه ستوماني پري وځي
هو داسي مه خوښږي !
لکه داسي شيبي چه دپوره کيدو لپاره
تل په سترګو کي رغړي
لکه داسي ارمان چه دچا ژوند وي
لکه دسپوږمي هغه رڼا
چه مسافر پري خپله لار لټوي
لکه هغه باران چه دي
للمي تنده ماتوي
لکه عشق
لکه مينه
لکه جنون
نو داسی مي خوښيږي!
لکه ستا هغه ويل شوي تپه
مينه له ميني ولاړيژی
زما چه خوښه يي نو ستا به ولي بدي شمه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

تورپیکی تمیل

هيڅ پو نشــــــوم دادژوند مــــعا څه ده
ريشتيا وايــــــم ګناه څه ده تقـــواڅه ده

دادنــــــــيا په منافــــــع ده نور څه نشته
يو تربله جفــــــــا څه ده وفــــــــا څه ده

انسان يو ده فـــــــرق صرف په عمل کي
تور څه ده سپـــــين څه ده دا هغه څه ده

داجنګــــــونه جنجــــالونه تــــــــول څه دي
زياــادڅــــه دي کم څه دي ښــــــــــکلا ده

هرڅه خداي"ج"هســــــــت کري دعبرت ته
تيـــــــــرڅــــــه شول نن څه ده سـبا څه ده

په ژونــــــــدون خوبا ورنشته تول پوهــــــيږي
چه عمل ورباندي نشي پيکي تشه وينا څه ده

اوښکيبشپړ شعر ولولئ

اوښکي

تورپیکی تمیل

داستا اوښکي
ملغلري دژوندون دي
چه له لړه راکوځيږي
ستا له سترګو نه څڅيږي
چه ګريوان دي لمده وي دا
ستا په زړه کي توپانونه
په خپل رمز رسواکوي دا
داستا اوښکي
ملغلري دژوندون دي
دا چه طمع په بڼو شي
بيا نڅيږي اننګو کي
دي کي هم لويه معنا ده
چه دژوند دومره فرصت دي
په مسکا شه !

ولی؟بشپړ شعر ولولئ

ولی؟

تورپیکی تمیل

ولی؟
زړه مي
لکه دڅانګي نه
پريکړي لخته!
لکه تندر نيولي سپوږمي
وارخطا ښکاريږي
لکه جل وهلي مرغي
داسي ټړپيږي ولي؟
دسکون ځاي لټوي
لکه يتم اوصغیر
بي کسه کو يه ښکاري