افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
احساس
دزړه سره اړيکي دي
چه حس کيږي
درک کيږي
لکه درد
لکه لوږه
لکه تنده
لکه ګرمي
لکه يخ
لکه ستوماني
لکه خوب
لکه وفا
لکه جفا
لکه خوښي
لکه غم
هو!
لکه مينه
داتول حس غواړي
درک غواړي
ويلو ته ضرورت نه وي
دزړه حس!
تل ريشتيا واي