افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
غزل
زړګيه راته وايه ستا دردونه اخرڅه دی
ژړيږي تل کړيږي فريادونه اخرڅه دي
دژوند په نيمه لاره جانان يم ودره ولي
پښتم ترينه دميني داشرطونه اخرڅه دي
ژوندونه بهانه دتيريدو دي نوره نشته!
بيوفااشنا دلاسه داګلونه اخر څه دي
سهارپه طمع دبيګاه بيګاه په طمع د سهار
سترګو په سترګو کي کتل دا ديدنونه اخر څه دي
زړګي مي تنګ ده نور شلوي داميدو تارونه
فايده يی ونکړه ملايانو داتاويزونه اخر څه دي
پيکي راځه چه نن تصميم دا اخري ونيسو
ژونده تيريږه بي ارمانه داارمانونه اخر څه دي