د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
تورپیکی تمیل

غزل

بيګاه ستا ديادونو په زانګو کي زنګيـــــــــــــــدم
يو يو مي بل شمارل ستا په خيالو کي زنګيدم



سپوژمي اوستوري تول مي ميلمـــــــــــانه وه
ديره کي مستانه وم په پيالو کي زنګـــــــيدم



سهار دلمر په څـــــــيرکه ورځ چه راغــــــــــــــله
دلمر په هره وړانګه پلوشو کي زنګـــــــــيدم



دژوندپه هره ســــــــــــاه او په شـــــــيبوکي
په ويښه که په خوب کي ستاغموکي زنګيدم



دستادهري خبــــــــــــري خدا"ج"ګـــــــوا ده
دستا په هريولفـــــــظ او تپو کي زنګيــــــدم



پيــکي دغه ژوندون ده وفا غواړي له مويږه!
دميني په زانګو کي اوخوږو کي زنګيـــــدم

د شاعر نور شعرونه ←