د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

عبدالرشید مخلص

د عبدالرشید مخلص پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

20 خپاره شوي شعرونه

اخــــــتربشپړ شعر ولولئ

اخــــــتر

عبدالرشید مخلص

 لوی اختر دې لوی مولا کړي بختور
 را په بـرخه کړي د سولې لــوی اختر
 د جګړو لمن دې ټوله شي هېواد نه
 ربه خپورکړې د ورورۍ مونږته ټغر
 چنارونه په چینو باندې زرغون کړې
 ښایسته کــــــړې لــویه ربه! بیا ګودر
 چې د پـېغلو قـــطارونـه ور روان شي
 چې پرې ښکلی شي سهار او ماذیګر
 ټول بې وېرې د ګــــودر لوري ته راشي
 شین کمیس او سور سالو یې وي په سر
 له مستۍ په مکیزونو شي روانې
 شـــنه مـنګي یې وي نیولي په ټټر
 چې د غم او د خفګان غــږ په کې نه وي
 مونږ په داسې لوی اخترکړې برابر
 هغه ځوک چې سوکالي او سوله غواړي
 ځـماځان دی، ځما زړه، ځما ځګر
 بې سببه چې جګړه غـواړي مخلصه
 سړی نه دی، یا غویه دی او یا خـر 

ګرانهبشپړ شعر ولولئ

ګرانه

عبدالرشید مخلص

 
 
    
 دا لـوی اختر دې بـختور شه ګرانه
 ژوند دې روښانه لکه لمرشه ګرانه
 د رب په در کې ستا بـری غواړمه
 لاس دې پـه سمو چارو برشه ګرانه
 د ځمکې خاوره او د غـرونو کاڼي
 تا ته اشـــنا لکه سـره زر شه ګرانه
 پر تــــــــــا او ستا پر عزیزانو باندې
 په خوښۍ تېر دغـه اخـتر شه ګرانه
 زمونږ پر ټــولو دُښـــــــــمنانو باندې
 ټوله نړۍ کې جوړ محشر شه ګرانه
 ته چې سترشوی یې د رب په خاطر
 له خپلو خلکو نــــــــه خبر شه ګرانه
 چې پر هغو باندې واکمن یې اشنا
 یو ځل پوښتنې ته یې ورشـه ګرانه
 ستاد مخلص پـه خوارو خلکو باندې
 د جګړې تــوره شپه سـهر شه ګرانه

مناجاتبشپړ شعر ولولئ

مناجات

عبدالرشید مخلص

مناجات
ربــه روژه ده او اخــــتر روان دی
د کلي خــــواته بختور روان دی
زه هــــــــرکلی ورته ویلی نه شم
ډېر ښایسته او منــور روان دی
زه له جګړو ورته وزګار نه یمه
ځکه لـــــــه مانه مرور روان دی
زه د اختر په ورځ په ویر اخته یم
ځما له اوښکو سمــندر روان دی
دغه یتیم او بې اثرې ولس مې
په ابلو پښو په سر ببر روان دی
ځـــما د کلي هر ملک چې ګورم
بې مشورې او پخپل سر روان دی
دلته تیاره پــه خپریدو ده ربه!
وریځوکې پټ دکلي لمر روان دی
د غمازانــــــو د لمسون په وجه
کلي کې شور،کلي کې شر روان دی
پر افـــغانانو نړۍ توره شپه ده
یو یې په لربل یې په بر روان دی
په دې اختر کې به څه خوند وي ربه!
چې مرګی ماپسې زړه ور روان دی
ځماپـه مرګ پسې ټوپک په لاس کې
د کاکا زوی مخ په سنګر روان دی
ربه! د سـولې یو کاروان را وله
د جنګ کاروان د غرو په سر روان دی
زه خوار مخلص تا ته زارۍ کومه
مخه یې ونیسه چې شـر روان دی

داړهبشپړ شعر ولولئ

داړه

عبدالرشید مخلص

داړه
ستا په درکې يم ګدا کچکول پـه غاړه
خپل لاسونه مې نـــــــيولي درتـه دواړه
عمر تير شو په هــــــوا او په هـوس کې
ډيـره تللي رانه خـــــدايه! لـــــــــږ ولاړه
د بــــدن غـــــړي مې داسې راتــه وايي
ګناهونو کې اخـــــــته يوو مــونږه واړه
که مقام غواړې د پاک مـولا په درکې
تر سهاره په سجــده، په رکــــوع ژاړه
په پيرۍ کې عبادت لـــه وسه تير وي
په ځوانۍ کې لـه مـــولا بــښنه غواړه
اوس دې ږيـــره سپــينه شوې ده لاليه
د ځـــــــوانۍ دوره عــــبسه درنــه لاړه
د نـفاق له لاسه ټول کــــنډر _کنډر يم
سمه او دښــته مې پرته ده راته شاړه
پردو سپى راخوشې کړى ورتــه وايي
چې ورځه دغه مخلص خوارکى داړه

اختریزه ډالۍبشپړ شعر ولولئ

اختریزه ډالۍ

عبدالرشید مخلص

هره شپه موشه د قدر، هـره ورځ مو د اختر شه
ځما ګرانو هېوادوالو! لوی اختر مـو بختور شه
غـــم ځــپلو غــــم لـــړلو، کــــړېـــدلـــو ځــوریــدلو
ای ځـــــــما ویرجنو خلکو! ای په وینو لـمبیدلو!
ستاسو کور ستاسو له کلي، وچ د وینو سمندر شه
ځما ګرانو هېوادوالو! لوی اختر مـو بختور شه
دا جګړې او دا جـنګونه، ربه کم مو کړه غمونه
خوشالي کړه را په برخه، چې ولمانځو اخترونه
ستا په فضل اوکرم مو، هـر یوکار ښه برابر شه
ځما ګرانو هېوادوالو! لوی اختر مـو بختور شه
دا ځما غمجن ملت نور، ور په برخه کړه راحت نور
مونږه خپله ملامت یوو، راته ښکاري ملامت نور
ای افغانه له دې وروسته، خپل افغان ته بــرادر شه
ځما ګرانو هېوادوالو! لوی اختر مـو بختور شه
که نفاق وي نوځورېږو، خپلو وینو کې لمبېږو
دُښمنان مو خوشالېږي، لا تر څـو به نه پوهېږو
که ځماپه دُعاکېږي، په دُښمن موجوړمحشر شه
ځما ګرانو هېوادوالو! لوی اختر مـو بختور شه
درنه پاتې دادُنیا ده، اصلي ځای خودې عقباده
د مـــــرګي اواز به راشې، اشنا نن ده که سبا ده
د ایمان په نور دې قبر، خوار مخلصه منور شه
ځما ګرانو هېوادوالو! لوی اختر مـو بختور شه

د وفایار منګل پر مړینهبشپړ شعر ولولئ

د وفایار منګل پر مړینه

عبدالرشید مخلص

د وفایار منګل له کورنۍ او دوستانو سره د خواوږي پیغام
د اروا ښاد ښاغلي خانه جان چې مشهور په وفایار منګل ؤ د مړینې د خبر د لوستلو له امله ډېر غمجن او خواشینی شوم.
وفار صیب په رښتیا هم وفـا یار و
لـــه وفــا سره ریښتینې طرفـدار و
رب دې ده لره نصیب کړي جنتونه
په دُنیا کې خـو ډېرستړی ناکرار و
په دې لاره یو په بل پسې روان یوو
هلته یو دي که پاچاواوکه خـوار و
لــــــه وفــا او له اخلاصه لیرې نه و
له مخلص ســـــره روان په یوه لار و
وفایار منګل دې خدای پاک وبخښي او د هغه برکتونه دې په اولادونو او دوستانو کېږدي، لاره یې روښانه ده، ټول پرې روان دي.
په درنښت

د اختر ډالۍبشپړ شعر ولولئ

د اختر ډالۍ

عبدالرشید مخلص

دا اخـتر او سل اختره دې نور راشي
مؤمــنان دې له ژړا نـه په خـــندا شي
د نـړۍ هــر مسلمان ته مبارک شه
بختوره او نـــیکمرغه دې پر تا شي
د جګړې ټغر دې ټول شي له هېواده
افغانان دې یـو له بـل سره پخولاشي
چې پـه ولــــږه یې روژه رب ته نیولې
د غـربت تیاره دې دوی لـره رڼا شي
دا اختر دې هر افغان ته بخـتور وي
دُښـمنان دې د افـــغان ولس تبا شي
د اخـــــتر دا خــــــوشالي به شي سل چـنده
چې هېواد ته مې د سولې اخـــــتر راشي
خــوشالي خـو بـه مې هـلته وي لالیه
چې د ســـولې پــه ډولۍ ســوره لـیلا شي
که سوالګر په ښارکې نه وي نو اختر دی
په تن پټ او په نس موړ چې هر ګدا شي
چې بې وسه او وزګار کلي کې نه وي
مرۍ شونډې چې دکونډو په موسکاشي
مایوخوب ورته لیدلی خدای خولوی دی
چې دا خوب راته پـه ویښه پــه رښتیا شي
افـغانان به سره ورونه شي مخلصه
دا د هجر تـوره شپه به یې سبا شي
د مبارکې روژې ۲۶مه

مورجانېبشپړ شعر ولولئ

مورجانې

عبدالرشید مخلص

دمور د نړیوالې ورځې په ویاړ
د ۱۳۹۱ لمریز د غبرګولي ۲۴مه

عمر دې ډیر شه ځما ګرانې او خوږې مورجانې
اې له ګلابو او وریښمو نــــــــه پستې مورجانې
مولا دې روغـه څـــټه درکړي او خــوشاله اوسې
تل آســـــــوده او تـــل ارامــــــــه او سوکاله اوسې
مورکۍ خبره د بـــــچیــــــــــو له احــــــــواله اوسې
ستا قدمونه مې د سترګــو په لــــېمې مورجانې
اې له ګلابو او وریښمو نـــــــــه پستې مورجانې
ډېـر تکلیفونه دې پرما بــــــــاندې ګاللي مورې
ډېرې سختۍ دې هم پـرما باندې لیدلي مورې
سپینې شیدې دې خپلو غوښونه راکړي مورې
ما ته په یادې دي د تا خوږې قــــــصې مورجانې
اې له ګلابو او وریښمو نه پستې مـــــــــــورجانې
مورجانې خدای مې دې بې برخې له دُعــا مکوه
له تانه ځار شمه د هیڅ څــــــــه شي ســــــودا مکوه
زه دې خــــادم یم پــــــــــــه دُنیا بـــاندې پروا مکوه
چې هېرمې نه کړي په دُعا د نیمې شپې مورجانې
اې له ګلابو او وریښـــــــــمو نه پستې مـــــورجانې
یوه بـلا دې پــه ژونــــــــــدون راتـــــــــــــه ویلې نه ده
یــوه څـپېړ دې په ټول عـــــــــــــــــــــــــمر راکړې نه ده
یوه ښېرا دې هـم مـــــــــــــــــورجانې راته کړې نه ده
ای په صورت او په سیرت ځما ښایستې مورجانې
اې له ګلابو او وریښـــــــــــمو نــه پستې مورجانې
مورجانې نن او په زرګــــــــونو دې دتا ورځې وي
مدام دې ستا د خوشالۍ او د خــــــندا ورځې وي
ته چې ژوندۍ وي په مخلص بـه تل رڼا ورځې وي
مالره زر شي ستا په دُعا تــــــورې ایرې مورجانې
اې له ګلابو او وریښمو نـــــــــــــــه پستې مورجانې

درغلۍبشپړ شعر ولولئ

درغلۍ

عبدالرشید مخلص

په ټــــــاکنو کې چــــــــا کـړې درغلۍ دي؟
پخپل سترګو چـــــــا لیدلې درغـلۍ دي؟
صـندوقــونه خــــو په رایوو دي ډک شوي!
کمیسـیون نـــــو کـلـه کــړې درغلۍ دي؟
تیر وتـــــــــــــنه هــــــــلکانـــــو څــخه شوې!
نـوي سل کې چــــــا منــلې درغـلۍ دي؟
خلــــک وایي تــــــــــقلب له حـده تیر دی!؟
دې هــــــــېواد ته چا راوړې درغلۍ دي؟
درغلۍ به نور له ځـــــــایه پـــــورته نشي!
دومـره ډېر یې ټــــــــــکولې درغـلۍ دي؟
درغلۍ خــــــــــوارکۍ کــومـه ګناه کړې؟
خـــــــــــــــــلکو ولې ډبــــولې درغلۍ دي؟
ولسي جـــــرګې تــــه بـــــــــیا روانې شوي
لـــــــــږ پـر لار چــــا درولـې درغــــلۍ دي؟
ناطـــــرین چې چـا شـــــړلي له ســــایټو نه
صـــــــــــندوقـونو ته یې وړې درغلۍ دي
په اسانه هـــــــــــر مــقام ته رســیدای شي
چې په ژوندیې خپلې کــړې درغـلۍ دي
بې لګـــــــــــښته ورته ډېره ګـــټه کــاندي
دې دونیا ته څـومره ښکلې درغــلۍ دي
د مــخلص لـه درغــلۍ سـره کـار نشته
شاعـــــرانو بـــــد ګــڼلې درغـــلۍ دي

د مبارکۍ پیغامبشپړ شعر ولولئ

د مبارکۍ پیغام

عبدالرشید مخلص

بخـتوره دې مـــــــشري شـه مســلـمیاره!
هـــم د تـــا مـــحـــــــمد عالمه ایـــزدیـاره!
مبارکه دې ملــــت تـــــــه دا مشري شي
پرې دې ټينګه د ولس ترمنځ وروري شي
هیــله من یم رانـه واورﺉ څــــــــو خبرې
بې له شـکه دي خـــــوږې لکه شـــکرې
پام ځـــــانونه در نه ورک نــه شي یارانو
چې غـــــمونه مو هېر نـه شي د خوارانو
کوم باور چې دې ملت در باندې کړی
کوم کرم چې رب عزت در باندې کړی
درنـــــــــاوی د دې ملت درباندې فرض دی
اطاعت د رب عزت در بــــــاندې فرض دی
پام چې لار له تاسو ورکه نــــه شي وروڼو
درنه دنـده درنه سپکه نــــــــه شي وروڼو
خدای دې نه کړي عزیزانو چې مغرور شئ
هم لـــــــــه خدای، هم له بنده سره منفور شئ
خــــــــلک ډیر دي ځـــــوریدلي رنځــــــــــــیدلي
د سرو ویــــــــــــنو په ســـــــــــــیـندونـو لمبیدلي
په ســـــــــــــــینه څــــــــــــښي له ساره تر ماښامه
ټــــــول نا راضـــــــــــــــه دي د کلي لـــــــــه امامه
د جــــرګې لـه لارې داسې لار پــــــــــــــیدا کړﺉ
چې په مټ یې ژړه غوني په خــــــــــــندا کړﺉ
دا ولس کړﺉ له دې خاورو څـــــــــــخه پورته
دښمنۍ تربګـــــــــــنۍ پــــــرېږدۍ یوه لور ته
په ښو کړنو د دوستانو زړونــــــــه ښاد کړﺉ
دا ویجاړ او نړېــــــــــدلی کــــــور ابــــاد کړﺉ
له لوی خدای څـــــــخه بری تاسو ته غواړم
زه مــــــخلص ستاسو په سمو کړنو ویاړم