د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1024 شاعران8487 شعرونه
عبدالرشید مخلص

ګرانه

 
 
    
 دا لـوی اختر دې بـختور شه ګرانه
 ژوند دې روښانه لکه لمرشه ګرانه
 د رب په در کې ستا بـری غواړمه
 لاس دې پـه سمو چارو برشه ګرانه
 د ځمکې خاوره او د غـرونو کاڼي
 تا ته اشـــنا لکه سـره زر شه ګرانه
 پر تــــــــــا او ستا پر عزیزانو باندې
 په خوښۍ تېر دغـه اخـتر شه ګرانه
 زمونږ پر ټــولو دُښـــــــــمنانو باندې
 ټوله نړۍ کې جوړ محشر شه ګرانه
 ته چې سترشوی یې د رب په خاطر
 له خپلو خلکو نــــــــه خبر شه ګرانه
 چې پر هغو باندې واکمن یې اشنا
 یو ځل پوښتنې ته یې ورشـه ګرانه
 ستاد مخلص پـه خوارو خلکو باندې
 د جګړې تــوره شپه سـهر شه ګرانه

د شاعر نور شعرونه ←