افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1024 شاعران8487 شعرونه
اخــــــتر
لوی اختر دې لوی مولا کړي بختور
را په بـرخه کړي د سولې لــوی اختر
د جګړو لمن دې ټوله شي هېواد نه
ربه خپورکړې د ورورۍ مونږته ټغر
چنارونه په چینو باندې زرغون کړې
ښایسته کــــــړې لــویه ربه! بیا ګودر
چې د پـېغلو قـــطارونـه ور روان شي
چې پرې ښکلی شي سهار او ماذیګر
ټول بې وېرې د ګــــودر لوري ته راشي
شین کمیس او سور سالو یې وي په سر
له مستۍ په مکیزونو شي روانې
شـــنه مـنګي یې وي نیولي په ټټر
چې د غم او د خفګان غــږ په کې نه وي
مونږ په داسې لوی اخترکړې برابر
هغه ځوک چې سوکالي او سوله غواړي
ځـماځان دی، ځما زړه، ځما ځګر
بې سببه چې جګړه غـواړي مخلصه
سړی نه دی، یا غویه دی او یا خـر