افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1024 شاعران8487 شعرونه
داړه
داړه
ستا په درکې يم ګدا کچکول پـه غاړه
خپل لاسونه مې نـــــــيولي درتـه دواړه
عمر تير شو په هــــــوا او په هـوس کې
ډيـره تللي رانه خـــــدايه! لـــــــــږ ولاړه
د بــــدن غـــــړي مې داسې راتــه وايي
ګناهونو کې اخـــــــته يوو مــونږه واړه
که مقام غواړې د پاک مـولا په درکې
تر سهاره په سجــده، په رکــــوع ژاړه
په پيرۍ کې عبادت لـــه وسه تير وي
په ځوانۍ کې لـه مـــولا بــښنه غواړه
اوس دې ږيـــره سپــينه شوې ده لاليه
د ځـــــــوانۍ دوره عــــبسه درنــه لاړه
د نـفاق له لاسه ټول کــــنډر _کنډر يم
سمه او دښــته مې پرته ده راته شاړه
پردو سپى راخوشې کړى ورتــه وايي
چې ورځه دغه مخلص خوارکى داړه