پښتو ادب · شاعران
فدامحمد نومير
د فدامحمد نومير پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
41 خپاره شوي شعرونه
مناجاتبشپړ شعر ولولئ
مناجات
فدامحمد نومير
لــويــه خــدايـــه بــخـتـــورپـه مــوږ اخـــتــر کـــړې
را بــهــر مـــو د نــفــاق لــــه ســــمـنــد ر کـــړې
دواړه لاســـه مـــو اوچــت پــــه اســــتـدعــــــا دي
کــور، کــهـــول څــه مـو نـوم ورک د مرورکـړ ې
څــو لاســونـــه د ورورۍ يـوو بـــل تــه ور کــــړو
بـخـتـــور اخـتـر پــه مـــوږ تــه بــخــتــــور کـــړې
فــکــر او هـوش نــه مــو کـيــنـه اوبـغض وبـاسې
خـيـرن زړونه مــــو پـــه نــور را مــنــور کــــړې
د ورورئ مــيــنــه ، الـفـت راکــــې مـــيـنـځـوکـــي
اتـحـاد او اتــفـــاق مــــو يــوو پــــه زر کـــــــــړې
د ولس د ســـوکــا لــۍ فـــکــــر، خـيـــا ل راکړې
پــه دې لار کـــي بـــرکــت پـه ښـځـه ، نـر کــړې
چـي دا وران ، ويــجـاړ کـورګـۍ سره سنبا ل کــړو
ابــادي تــه د هـيـــــواد هــــر فـرد نــاظــــر کـــړې
ځـانــځــانــــي ، خـــود پـــــرسـتي نـه مـو وسـاتـــه
پــــه تـقـــوای کــــي مـــو اوچـت له قـلـندر کــــړې
د يـتــيـم ، کـــونـــډي ارمـان چـــي کـــړي ترســره
تـاج وتـخـت پــــه هــغــه کـس تـــه بـخـتـور کـــړې
تـــوپ اوټــانـک پـه خـپل قـدرت ايرې، اوبه کـړې
مـحـوه نـــوم تــه د کــمـزوري ، زورور کـــــــړې
چـــي ســو ســيال د سـيالـدارئ پــه دې دنـيـا کـــي
د ګــربـت پــه څـيـر عــطـا راتــه وزر کـــــــــړې
ســتا بــې دره بـــل درنــســتــه پــــه ژړا يــــــــــو
ســترڅـښتنه زمـا ولـس بـانـدي اخـــتـــر کــــــړې
متحده ايالات ، کلفورنيا . ۲۴ می ۱۹۹۳
اقتباس له : څڅيدلي ويني
مــلــي جـــرګــــــهبشپړ شعر ولولئ
مــلــي جـــرګــــــه
فدامحمد نومير
د وطــــن پـــه ازادی بـــانـــدي جـــرګـــــه ده
دا جــرګــه پــــه شـيــرسـرخ کـي مـيلـمـنه ده
ښـار پــه ښـار، کــلـي پــه کـلـي هـنـګامــه ده
غـرو رغو کــي پـــورتــه سـوې زمـزمــه ده
پــه زړګــــي د اســيــا کــــــــي ولــــولــه ده
ويـښـــوي ويـــده لـــــه خــــوبــه غـلـبلـه ده
سبــا زيـری د تـيـارو څـه کــه نـن شپــه ده
دســهـار نـســـيم يـي زیـــری نـښـــا نــــه ده
هـسـکــه ، دنـګـه د زلــمـو بـګـړی شمله ده
داشـملــه د پـلار، نـيـکـونـــو خـــــزانـــه ده
لـوی ، وړو پــــــه ګـــــډه کـړې فيصلـه ده
پـيـوسـتـون د بـدلونـونــو پــــــيـــلامــــه ده
را روانـــــه لـــــه هــر لــوري قــافـلـه ده
يـوو ســرود دی يــوو اواز يــوو تـرانه ده
کــه لاســونـه سره ورنکـړو نــو ورک ســـو
د دنـيـا پـــه ولسـونــو کــي بـه سـپـک ســــو
هــلـمـند مست پـــه تــــوپــانو تـوپـانــــي دی
ارغستــــان څـــــپـې څـــپـې څـپـڅپـآني دی
ارغـــــنداب بـِـغــاوت کـــړی طـغيـانـي دی
هـري خـروښـي په ځـروښونواوخورښی وي
الـيـشـنګ ګــوره ســـــرکښ په سـرکسي وی
الــيـنـګـارګـــــوره ســءرکښ پـه سرکښي دی
کــنـړ نـــه دي تـــور ښـارمــار اپـي اپـي دی
ګـومـل نــوم د تــــمــدن او د هســـــتــي دی
چـمـچـه مست پــه شـڼـا شـڼ او پـه مستي دی
کـوکــچـــه نـاڅــي پـــه ګـډا اوخـوشحالي دی
کـابل رود کـه نــن پـريـشان په پريشا ني دی
لــــوګــــر زيــــري د ســـبـا د روښـنـايي دی
امو غـرق کړه سره فوځونه پـه غــړمبي دی
ابــاسـين تـه وار راغــلـــــی سـيــــــلابي دی
چي پرون وو ملکان ځی نـن مــلـــک ســـو
هر دښمن لــره ګـولۍ د مرګ مردک ســـــو
دې جرګې تـه راروان حــاجـي مـيرخـان وي
ښـه راغلي ټه يي راوتـی احــمــدخــــان وي
هـوتکي محمود پـه لــور د اصــــفهـــان وي
دسـيدال شـيربريتو بريـد هـم پـه کـــرمان وي
اميرکړوړ وي پــاڅــيـدلـی پــه بــاغـران وي
صـفادي ســره مـلګـــري عــيــــــــاران وي
پـه فرمان هـند او بــنـګـال د فـــريد خان وی
پـهـره دار پــه شيرپور کـي اکـــبـرخان وی
مسجدي، مشک علم ، مـحـمـدجـانــخـهن وی
دنائب امــيـن الله څــنــګ کـــي ځوانــان وي
ســور پـه ويــنـو د مـیوند دښت اوميدان وي
ژوبـلـور د ايــوب تـــــنـــدر او تــوپآن وی
راسی لاسي سره ورکړو چي لمرڅرک سو
د وطن نــه تـيـر پـــه ځـــان لکه اڅک سـو
پيرهـرات لاســونـه پــورتـه پـــه دعـا کړي
شيخ متي يي پـــه دعـــا بـانـدي امـنـا کـړي
بيټ نيکه د لـوی څـښتڼ حـمـد وثـنا کــړي
قـوم لـپاره خـیـرغـوشـتنـه په بيابيا کــــړي
بهلول شـپــه پـه عـبادت سـره ســبا کـــړي
نعت وحمد پـه قـلم ښـکل رحمن بابا کــړي
دوه شـمشـيره وي په لاس احـنف نـدا کړي
دا نــدا اوچـت لـه قــبـره شــــهــــدا کــړي
اولـيـا او عـلـمـا پــــــورتــــه صـدا کــړي
عـاشـقـان او عـارفــان هـــم اقــتـدا کــړي
هر يوو کس په خپل خپل وارسره وينا کړي
مـيـر، فـقـير پـه سجود پروت زاري ژړاکړي
لوی څښتن دي زموږ قـبوله اسـتدعا کـړي
دا تياره پـه افـــغـــانـانـو دي رڼـــــا کـړي
کاروان درومي موږ ترې پاته ځی جابک سو
يوو افغان شو، نه پښتون ، تاجک ، ازبک سو
۱۳ـ جولای ـ ۲۰۰۸ م
اقباس زما له شعري ټولګي( څڅيدلي ويني )
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
فدامحمد نومير
پـــه قــــد م قــــد م کـــــې ايــښـــــــۍ راتـــه دام دی
غـــوړولــــۍ پـــه هــر لـــــور يـې لـــومـه لام دی
پـــه هــزار رنـګـــه دانــې يـې دي شـــــيـنـد لـــــي
مــنـتـظــر مـي کښـــيــوتـوتــه صــبـح وشـــام دی
پــه ســراب د وچــي دښـــتـي مـي تــيــربـاســـــــي
راتـــه ايـښــــی يـې د مـــرګ د زهـرو جــــام دی
د پـــرواز وزر مـي کـاږي پـښــــــې مـي تـــــړ ي
دا سـخـت زړۍ صـياد سـخـت خـــونـي اشـام دی
چـي مـي کـښـيــبـاسـي داوسـپـڼــي جــالـو کــــــي
زمــا پــه نــوم بــانـدي يـې ايـښۍ غټ انعام دی
ټـپـوســان زمــا د امــن فــکــر، ســوچ کـــــــړي
د هـــمـــه وو د صــيـاد پـــه قـــدم ګـــــــــام دی
ټـــول زمـــا د مـــرګ تــړون ته راغـونـډ سوي
شـيـخ، مـلا، پـيـروحـضرت کـه بـل بــدنـام دی
چــي الـلـه (ج) نــه وي وژلــــــي چــا وژلــــي
دنــومــيــردخـــولــــې وتــلــــۍ دا کـــــلام دی
۲۲/ نــومـبـر/۱۹۱۳
مـتـحده ايالات – کـلـفـورنـيـا
د افغان بڼبشپړ شعر ولولئ
د افغان بڼ
فدامحمد نومير
هـــزاره کـــــه پښــــــــــتانــــــــــه کــــه تـاجــکــــــان دي
پشــــه یـــي کـــــه بلــــوڅــــــــي کـــــه ازبـــکــــــان دي
کــنــدهـــاري کــــه فـراهــــي کـــــه هـــراتـــيـــــــان دي
نـيــمـروزي کـــــه هــلـمـنــدي کـــــه بـادغـیســيــــان دي
غــزنـیـچي کـــــه زابــلــی کـــــه روزګــــانـیــــــــان دي
لــوګـــري کـــــه مـيـــــدانـي کـــــه کـــــونــړيــــــان دي
پـــروانـي کـــــه پــکـتـــيـانـي کـــــه بـــغـــلانـيــــان دي
کــابــلــي ، کــټـــــــوازي کـــــه لــــغــــمــانيـــــــان دي
جــوزجــانــي ، مـيــمــنــګي کـــــه نــــنـګـرهاريان دي
بــامـيــانــي کـــــه بــدخشـــي کـــــه مـــــزاريــــان دي
غــــوريــانــي ، تـــالــقــانــي کـــــه وردکــيــــــان دي
غــرجـسـتـــي ، تــاشقـــرغـاني کـــه پنجشـيريـان دي
دا هـمــــه واړه افــغــــان او افـــــغــــانـــان دي
د يــوه بـڼ رنـګا رنګ ښـکـلـي ګـــــلان دي
ځـوک ګـلاب څـوک ياسمين څوک پتونۍ دی
څوک ګلاب څوک فلاکيس څوک چمبيلۍ دی
څوک لاله څوک يې رامبيل څوک سپلنۍ دی
څوک نرګس څوک شبنوري څوک يې ختمۍ دی
حوک شبۍ څوک نسترن څوک پنـځـرۍ دی
څوک سنبل څوک ارغوان څوک زرغټۍ دی
څوک ريحان څوک شګوفه څوک زعفرانۍ دی
څوک لونګ څوک بنفشه څوک رامبيـلـــۍ دی
کوم بيلتون چي راولي زوز و اغــــــــزۍ دی
بڼ افغان کي کله شته تـريـخ ګــــنــډيــرۍ دی
دې ګـلانـو بــانـدي بـڼ ښـه کـــــلالـــــۍ دی
هريووګل چي وي سمسور پسرلۍ پسرلۍ دی
ورک خزان سه چي يې نوم مړينه مرګۍ دی
چي يوو ګل د بڼ مړاو وي څـه پسـرلۍ دی
داګلشن ښکلۍ په رنګا رنـګ ګـــــــلـــو دی
نـه ښايـي په کي يـوو ګــل دغـوڅـيـــدو دی
بخښي زيب يـوه او بــل تـه پـه هســـتـودی
ځـوز دي ورک سـي ګـل پـه وينود پالودی
ګـل پـه بـڼ کي ښکلۍ ښکاري دلـيـدو دی
لاس چـي ورسي هـغـه دم په رژيــدو دی
سـمسور بـڼ د ابـلـه لاســـو دخــولـو دی
هـر يـوو ګـل دخوارماليار د امـيــدو دی
دا ور پاته د نـيکـــونــو او پــــــلــرودی
يوو مـيـراث د مـيـړنــــــیــو اولــنـودی
شين پـالل يـې فرض په لوڼو اوبـچـودی
چا وې فـرق چي د پاړسواو د پښتـودی
په اوږه کـی يـې لاس وړ د پريکـيدودی
پـه تـکل چــی ددې بـڼ د ورانــيــدو دی
ددې بڼ په رنګارنګ ښکلي مرغان دی
توروغرونوکي پيداښـکاري بـازان دی
په زر ژبوچي اوازکــړي بـلـبـلان دی
شنه اسمان کي ددې بـڼ هم عـقابان دی
سينه څيري په اغـزيوبــوراګـــان دی
چي يووګل يې وي مړاوپه زړه ګريان دي
له خزانه په غوغاشينکي طوطـيان دی
د ګل، مل په يارانه کي اوازخـوان دي
په بورا،طوطي، بلبل ګران واړګلان دي
قدردګل چي نه لري هغه کـارګـان دی
چي شکوي ښکلي ګلان داګلفروشان دي
داګلفروش سړي همه بـيـګانه ګـان دي
راالوتـي دکـوم لـوري ټــپوســـان دي
دا چي بڼ دافغان لــوټي کرګسان دي
۲۷ سپټمبر۱۹۹۴
متحده ايالات – کلفورنيا
اقتباس دڅڅيدلووينو له ټولګي څخه
په وينورنګ بهاربشپړ شعر ولولئ
په وينورنګ بهار
فدامحمد نومير
څه غرض مي په اختر او په بهار دی
ورک زما چي په خپل کلي کي قرار دی
دښت بيديا که سروګلونو ده نيولې
لاله ګل زما د وينو څه ګلنار دی
مست هاتيان چي له دنګ غرو څه را کوزيږي
دا زما د سورکو وينو خروښهار دی
د کوچيانو کـډي نه خوځي هيرمند ته
تور ليوه يې په ورشو کي پهره دار دی
توري سترګي هوسۍ نسته غرو رغو کي
هندوکښ د سرو اورونو سور انګار دی
بلبلان دګلو بڼ څه ليري ګرځي
کرل سوی د ګل څنګ کي ورته خار دی
د بورا دحال به څوک وکړي پوښتنه
سور په وينو يې خاټول او لاله زار دی
پيغلي نه ټومبي خاټول په تورو زلفو
خزان کړۍ يې پسرلۍ ورته اغيار دی
ها شين غاړي منګي مات سوله د نجونو
دګودر پر غاړه پروت افي ښامار دی
لکه زرکي چي قطار به تلې فصلو ته
لولپه يې په باروتو لوړ چنار ری
لاس تر غاړه به په څه ګرځي ګلبڼ کي
سور په وينو چي يې کور کلۍ اوښار دی
يوو نادان به دې بهار ته هوسيږي
نادان کله په سړيو کي په شمار دی
زه د هغه پسرلي په طمعه شپې کړم
چي نومير يې و راتلو ته ناکرار دی
۱۲ – مارچ – ۲۰۱۱
کلفورنيا – متحده ايالات
مسـافـراشـنـابشپړ شعر ولولئ
مسـافـراشـنـا
فدامحمد نومير
سـر پـورتـه پـر ديـوال کـه مـا ګـلان راوړي دي
لالـه مـي ر مـزار او د بــــغـــــــلان راوړي دي
سـر پـورتـه پـر ديـوال کـه چـي ووينم شين خال
سـتـا زلـفـو تـه لـونـګ مـي د لـغمان راوړي دي
سـر پورته پرديوال که چي درست کلۍ رڼـا سي
نـرګـس او فـلاکـس مـي د پـغــمــان راوړي دي
سـر پـورتـه پـر ديـوال که چي دي وکړم نـنداره
پـيزوان اومـاتيکـه مـی د روزګـــان رواړي دي
سـر پـورته پـر ديوال کـه يـې دحسن شـاپـيـرۍ
کـالي درتـه کـوچي مـي د ځـــدران روړي دي
سـر پورته پرديوال که چي دي پلارنسي خـبـر
يـاقوت او زمـرد مـي د پـــــــروان راوړي دي
سـرپورته پر ديوال که چي دي وکـړمه زيارت
د ښکـلي کــنـدهار مــي انــــــاران راوړي دي
سـرپورته پر ديوال کـه چي نظر نسې اشـنــــا
مـزار د شاه اغـا مي تـوبـنــــــدان راوړي دي
سـر پورته پر ديوال که مسافر يم سبا ځـــمــه
نومير درلـره هـيلـي هــــــــزاران راوړي دي
اپريل ـ ۴ ـ ۲۰۰۵
مـتـحـده ايالات ـ ارواين ـ کـلـفـونـيا
دميني توربشپړ شعر ولولئ
دميني تور
فدامحمد نومير
اوړي مي په کټ کي تورمارا ن وينـم په خوب
توروتوروشپوکي تـور زلـفـا ن وينـم په خوب
ښکاردزخمي زړوکړي خدای ناترسه لـيــو نۍ
تور په تور رنجو يې تورچشمان وينـم په خوب
سرې منګولې سرې کړې دمين په ويـنو سـرې
سرې يې اننګې او سره شونـډان ويڼـم په خوب
لاس کي يې خنجروي کوګل نه زړونـه کـاږي
تور يې لونګين او تورچشـمـان وينـم په خوب
تورپه توره شپه کي توردتورو زلــفــو جــال
توري تېرې توري تـور توپا ن وينـم په خوب
سپين سپين مړوندونه هسـکه، دنګـه صحرانۍ
زانګي په چـنـدڼـو ښـامـاران وينــم په خوب
تور يې کـړپه مـينـه يوو نـومـیرپه مـينـه تـور
خدايه خيرپيښ کړې تورګيسوان وينم په خوب
اپريل- ۴- ۲۰۰۸
متحده ايلات ، کلفورنيا، ارواين
مجاهد ورورهبشپړ شعر ولولئ
مجاهد وروره
فدامحمد نومير
وروره و تاته وايم
تادي جفا وه نه کړي
د يتيم کونډي په سر
ګوره سودا وه نه کړې
تانه دي ډيري هيلي
دځوريدلي اولس
ستا په لورسترګي کږي
دربړيدلي اولس
داميدونو غوټۍ
چي خزان نه سي پام کړه
د بې وزلانو بڼګۍ
در نه وران نه سي پام کړه
څيري ګريوان يتيمان
په ميلونو در پسې
کونډي اوبوري ميندي
چي خاورې نه کړې اسرې
لومي دامونه پراته
چي دي راښکيل کي پکي
پکي شيندلې دانې
چي دي را ايل کي پکي
په کي پراته غمازان
د يون ګواښونه دي کړي
ټګ وټګمار ټګماران
ستا د خوړو په طمعه
سره ليوان غلي غلي
داړي چيچي د قهره
شرمښان غلي غلي
لوړوبرجو کي ناست دي
چي دي کي لاره کږه
دوخت ، فرصت په اميد
لرليد کي کړي ننداره
لاره دي نيغه نيسه
خطر کږليچو کي دۍ
چي دي تير وه نباسي
ماران دي ليڅو کي دي
هوښيارځيرک ووسه
چي ويده نسې لارکي
وروره وتاته وايم
چي مانده نه سي لار کي
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
فدامحمد نومير
په هر لوري چي نظر کړم ستا ښکلا ده
داښکلا دي د ښايست يوو تجلا ده
ستادحسنه جهان حسن دی اخيستۍ
لمر،سپوږمۍ يې يوه نخښه برملا ده
حجابونه ستا جمال نسي پوښلۍ
تياره زړونو کي دي ايښې هم ځلا ده
ستا د وصل چي ارمان لري په زړه کي
دا دنيا ورته د وړکو مشغولا ده
غرو، رغو کي ليوني دي دعشق ګرځي
په محراب او ميخانه کي واويلا ده
نومير سر په سجود ايښۍ دۍ وتاته
ستا په در کي يې خم کړې سر اوملا ده
٨،ديسمبر،٢٠١١
متحده ايالات، کلفورنيا
حسيني عاشورابشپړ شعر ولولئ
حسيني عاشورا
فدامحمد نومير
په منبرراته قيصې دکربلا کړې
نارې چيغي دحسين دعاشوراکړې
مخ ځيګرپه لاس وهي دحسين حب کي
ښه دي زده چي خلګ څنګه په ژړا کړې
ديزيداودشمردظلم وايې
معاويه لره په څه ښکنځل روا کړې
تاعلي حسين خدايي ته رسولي
وصديق،عمر،عثمان لره بدواکړې
دحسين دحب نارې دي په دروغ دي
زړه کي مينه ديهوداونصاراکړې
تاعلي،حسين په وينوکي لت ،پت کړه
پټ خلوت ابن ملجم سره بيابياکړې
دنفاق تخم پاشلۍ دي امت کي
فعل،عمل ديهودي ابن سباکړې
هم علي اوهم حسين درڅه بيزاردي
په سرداب کي امامت ته چي بناکړې
که په لاره دحسين دي قدم اخلې
ښه هم داچي نن توبه دي په رښتيا کړې
١٦ دسمبر،٢٠١٠
متحده ايالات، کلفورنيا