د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
فدامحمد نومير

دميني تور

اوړي مي په کټ کي تورمارا ن وينـم په خوب
توروتوروشپوکي تـور زلـفـا ن وينـم په خوب
ښکاردزخمي زړوکړي خدای ناترسه لـيــو نۍ
تور په تور رنجو يې تورچشمان وينـم په خوب
سرې منګولې سرې کړې دمين په ويـنو سـرې
سرې يې اننګې او سره شونـډان ويڼـم په خوب
لاس کي يې خنجروي کوګل نه زړونـه کـاږي
تور يې لونګين او تورچشـمـان وينـم په خوب
تورپه توره شپه کي توردتورو زلــفــو جــال
توري تېرې توري تـور توپا ن وينـم په خوب
سپين سپين مړوندونه هسـکه، دنګـه صحرانۍ
زانګي په چـنـدڼـو ښـامـاران وينــم په خوب
تور يې کـړپه مـينـه يوو نـومـیرپه مـينـه تـور
خدايه خيرپيښ کړې تورګيسوان وينم په خوب
اپريل- ۴- ۲۰۰۸
متحده ايلات ، کلفورنيا، ارواين

د شاعر نور شعرونه ←