د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
فدامحمد نومير

مجاهد وروره

وروره و تاته وايم
تادي جفا وه نه کړي
د يتيم کونډي په سر
ګوره سودا وه نه کړې
تانه دي ډيري هيلي
دځوريدلي اولس
ستا په لورسترګي کږي
دربړيدلي اولس
داميدونو غوټۍ
چي خزان نه سي پام کړه
د بې وزلانو بڼګۍ
در نه وران نه سي پام کړه
څيري ګريوان يتيمان
په ميلونو در پسې
کونډي اوبوري ميندي
چي خاورې نه کړې اسرې
لومي دامونه پراته
چي دي راښکيل کي پکي
پکي شيندلې دانې
چي دي را ايل کي پکي
په کي پراته غمازان
د يون ګواښونه دي کړي
ټګ وټګمار ټګماران
ستا د خوړو په طمعه
سره ليوان غلي غلي
داړي چيچي د قهره
شرمښان غلي غلي
لوړوبرجو کي ناست دي
چي دي کي لاره کږه
دوخت ، فرصت په اميد
لرليد کي کړي ننداره
لاره دي نيغه نيسه
خطر کږليچو کي دۍ
چي دي تير وه نباسي
ماران دي ليڅو کي دي
هوښيارځيرک ووسه
چي ويده نسې لارکي
وروره وتاته وايم
چي مانده نه سي لار کي

د شاعر نور شعرونه ←