د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
فدامحمد نومير

مسـافـراشـنـا

سـر پـورتـه پـر ديـوال کـه مـا ګـلان راوړي دي
لالـه مـي ر مـزار او د بــــغـــــــلان راوړي دي
سـر پـورتـه پـر ديـوال کـه چـي ووينم شين خال
سـتـا زلـفـو تـه لـونـګ مـي د لـغمان راوړي دي
سـر پورته پرديوال که چي درست کلۍ رڼـا سي
نـرګـس او فـلاکـس مـي د پـغــمــان راوړي دي
سـر پـورتـه پـر ديـوال که چي دي وکړم نـنداره
پـيزوان اومـاتيکـه مـی د روزګـــان رواړي دي
سـر پـورته پـر ديوال کـه يـې دحسن شـاپـيـرۍ
کـالي درتـه کـوچي مـي د ځـــدران روړي دي
سـر پورته پرديوال که چي دي پلارنسي خـبـر
يـاقوت او زمـرد مـي د پـــــــروان راوړي دي
سـرپورته پر ديوال که چي دي وکـړمه زيارت
د ښکـلي کــنـدهار مــي انــــــاران راوړي دي
سـرپورته پر ديوال کـه چي نظر نسې اشـنــــا
مـزار د شاه اغـا مي تـوبـنــــــدان راوړي دي
سـر پورته پر ديوال که مسافر يم سبا ځـــمــه
نومير درلـره هـيلـي هــــــــزاران راوړي دي
اپريل ـ ۴ ـ ۲۰۰۵
مـتـحـده ايالات ـ ارواين ـ کـلـفـونـيا

د شاعر نور شعرونه ←