د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

مشفق حريتمل

د مشفق حريتمل پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

53 خپاره شوي شعرونه

معصومې اوښکېبشپړ شعر ولولئ

معصومې اوښکې

مشفق حريتمل

معصومې اوښکې مې په زغل ځي دګرېوان غېږې ته
لکه جنګي اس چې تيز درومي دميدان غېږې ته

هر مازيګر دځوانيمرګو په غم وير کومه
غمي زلمي په عشق کې ځي دبل جهان غېږې ته

داپه تا څه بلا پرېوتې ده بې غمه اشنا
چې په زيړي ما زيګر زغلې دجانان غېږې ته

انقلابونه انقلاب او انقلاب انقلاب
راځي مودونه زمونږ دګران افغانستان غېږې ته

خدايه ! دو ى زمونږ دکلي غېږې ته لمبې راوړلې
خو دالمبې کړه ته او ږدې دپنټاګان غېږې ته

دااسلامي نظام به نه وي تر کابله محدود
دابه رسيږي ديورپ او انګلستان غېږې ته

(مشفقه) داخاصيت په مونږه کې له پېله شته دى
چي ازادۍ پسې وردانګو دتو پان غېږې ته

مشفق حريتمل

څه به نه وايمبشپړ شعر ولولئ

څه به نه وايم

مشفق حريتمل

بې څه نه دي شته سلګيوکې خبرې

پدې اوښکو دې غميو کې خبرې

روغ هم نه دي په لار سم کاږه واږه دي

هسې مه کړئ لېونيوکې خبرې

داغوټۍ دي چې ګلونه ترې جوړيږي

چپ شي مه کړئ په غوټيوکې خبرې

وينم اوښکې وينم وچې وچې شونډې

دي عبث په اننګيوکې خبرې

دوحشت او بربريت نوې کيسې دي

که کوي څوک اربکيو کې خبرې

شم به غلی څه به نه وايم مشفقه

کنې شته ډيرو سړيو کې خبرې

دوه رنګه مه جوړيږهبشپړ شعر ولولئ

دوه رنګه مه جوړيږه

مشفق حريتمل

ياشه کافر يامسلمان دوه رنګه مه جوړيږه ياشه انګليس او يا افغان دوه رنګه مه جوړيږهجومات کې هم کوې سجدې او کليساته هم ځېيار کړه ملاصیب يا پاپان دوه رنګه مه جوړيږه منافقت کې ګټه نشته ده تاوان به وکړېوي پکې سراسر نقصان دوه رنګه مه جوړيږه جاسوسه مه وړه دخپل کور کيسې کافرو لره شي راخبر به طالبان دوه رنګه مه جوړيږه ددې اولس ترجماني نړۍ ته سمه وکړه لکه افغان ترجمانان دوه رنګه مه جوړيږه مشفقه پوه کړه دقلم او د ادب لاروی چې لار کړه کلکه دقران دوه رنګه مه جوړيږه مشفق حريتمل

دپرديو سرنوشتبشپړ شعر ولولئ

دپرديو سرنوشت

مشفق حريتمل

نشته ټانګ نه بې پيلوټه الوتکه 
بيامو هم ده له دښمن نه لاره ورکه 

دراکټ درنې مرمۍ مونږ په اوږو وړو 
نه موټرنه کانټنر شته نه چورلکه 

هومره زر به يرغلګر په ګونډو کيږي
څومره وي چې اراده زمونږه کلکه 

دپرديو سرنوشت دلته معلوم دی 

څوک شي مړ څو ک ګوډ او مات څوک نادرکه 

بلا زړونه ورته ډک دي له غصې نه 
اوباما به هم په سر وخوري چپلکه 

ولسمشره ته غلام يې ته غلام يې
واک دبل دې ته بس يې لکه نانځکه 

ای مشفقه شهادت راباندې ګران دی
له ځانو نه تاوو بمونه ځکه 

مشفق حريتمل

د اوښکو غمي:عرفان الله (عرفاني)بشپړ شعر ولولئ

د اوښکو غمي:عرفان الله (عرفاني)

مشفق حريتمل

 

ماټومبلي په ګريوان غمي د اوښکو

هم په زمکه هم  اسمان غمي د اوښکو

د اشناغم خو مې دومره زورور دی

چې خواره دي په بيابان غمي د اوښکو

خزانونو پسرلي شهيدان کړي

زرغون شوي په بوستان غمي د اوښکو

دهجران توره جونګړه کې مې ژوند دی

ځي له سترګو مې باران غمي د اوښکو

دشهيد دا کرامات نه دي نو څه دي

دي دحورو په پيزوان غمي د اوښکو

(عرفاني)اميل دغاړې ترينه جوړ کړه

راوريږي په جهان غمي د اوښکو

تيارو سره جنګ: محمد نعيم (افغان)بشپړ شعر ولولئ

تيارو سره جنګ: محمد نعيم (افغان)

مشفق حريتمل

 

څولمر مخي دي له شپوسره په جنګ دي

دا سپين ستوري له تيارو سره په جنګ دي

پريوسف يې درس دمينې دی ويلی

له زندان او زولنو سره په جنګ دي

له اورونو دې ډار نه لري ازره !

ستابچي له سرو لمبو سره په جنګ دي

په ولجه کې يې ياغي سرونه راوړل

نابللو ميلمنو سره په جنګ دي

دايمان زرينې وړانګې ورسره دي

له چورلکو او ټانګو سره په جنګ دي

شهادت لره په هسکه غاړه درومي

اتلان دي له پردو سره په جنګ دي

د (افغان)دښمنان څومره ليونيان دي

له سپيڅلو عقيدو سره په جنګ دي

زما هنر:عرفان الله (عرفاني)بشپړ شعر ولولئ

زما هنر:عرفان الله (عرفاني)

مشفق حريتمل

 

 

اوس مې هم يو لاس کې توره بل کې ډال دی

دامې فن دامې هنر دامې کمال دی

له فطرته مې نفرت له غلامۍ ده

ماپه سرو وينو ګټلی استقلال دی

په ما پاتې ځواب ځکه دچانشته

ماحل کړی دهرچا دمينې سوال دی

لامې غشی دغليم په ټټر خښ دی

ما مات کړی دهر عصر هر دجال دی

ډير سر مسته مو له زوره غورځولي

ورشه وه يې کړه پوښتنه څه يې حال دی

له جهاد او له جنګونو ستړي نه يو

له پخوا نه مو کلک عزم لوړ مورال دی

په افقو راخورې سپينې سپيدې دي

دتور تم زړه کې بل کړی مو مشال دی

(عرفاني)چاچې زمونږه سيالي کړې

اوس په حال دتنزل او د زوال دی

 

توبه ګارې سترګې: محمدهارون (انګار)بشپړ شعر ولولئ

توبه ګارې سترګې: محمدهارون (انګار)

مشفق حريتمل

 

زه به مې څنګه کړم ويدې دا ناقرارې سترګې

په شبګيرو باندې اخته شولې بيمارې سترګې

مابه ويل چې دابه هيڅکله مينې نشي

ماته بزرګې ښکاريدې دا توبه ګارې سترګې

په ديدنونو نه مړيږي وږې تږې شولې

له ډيرو ډيرو مودو پاتې دي نهارې سترګې

څه ليونۍ نه دي چې دومره لرې برې ګوري

په تمه تمه دي جانان ته انتظارې سترګې

ته چې په ماباندې رابرګ شې ياره څه به وکړم

څنګه به نه درنه ويريږي زما خوارې سترګې

هميشه وايه استغفار خدای ته توبه وباسه

(انګاره)ډيرې دې کړې ډيرې ګنهګارې سترګې

شاعر:محمدهارون (انګار)

پخې عقيدې : نعيم افغانبشپړ شعر ولولئ

پخې عقيدې : نعيم افغان

مشفق حريتمل

زمونږ دي له پخوا نه ارادې پخې

پاکې او سپېڅلې عقيدې پخې

 

ډار له سرو اورونو بې بها ګڼو

يون مو په سکروټوکړلې پښې پخې

 

دلته يرغلګرو جنګ راوړی دی

بيا ورځنې هيرې دي توبې پخې

 

خود به يې ککرې دړې وړې وي

مونږ سره دي تورې ښې تيرې پخې

 

داچې مونږ دسر سپماوی نه کوو

کړي مو له رب سره وعدې پخې

 

هر درته به ټيټ نه کړو سرونه خپل

يو رب ته مو کړې دي سجدې پخې

 

اورو له (افغان) نه زمزمې پخې

واه واه څومره ښکلی ترانې پخې

 

داستاد عبدالعزيز غيرت يوښکلی غزلبشپړ شعر ولولئ

داستاد عبدالعزيز غيرت يوښکلی غزل

مشفق حريتمل

يمه دکلي خو په ښار کې هم ملګري لرم 
کنړ ،لغمان او ننګرهار کې هم ملګري لرم 

دغه ښايسته ښايسته کابل مې له ملګرو ډک دى
هاخوا په خوست او کندهار کې هم ملګري لرم 

الله دې هيڅوک په ژوندون کې بې ملګرو نه کړي
بغلان ،کندوز او په تخار کې هم ملګري لرم

هلته غزني ،لوګر،پکتيا او پکتيکا ډاګو کې 
ديخوا وردګ او ميدان ښار کې هم ملګري لرم

جوزجان ،فارياب ،بادغيس ،هرات او په فراه ،نيمروز کې 
هلمند ،زابل او په مزار کې هم ملګري لرم

دسمنګان ،د سرپل او ديکندي سيمه کې 
دبدخشان په لاله زار کې هم ملګري لرم

دکاپيسا ،باميان ،پنجشير او نورستان دروکې 
په اروزګان ، غور ،چاريکار کې هم ملګري لرم

غيرته پوه شوې او کنه څومره شتمن يمه زه 
دنړۍ هر کونج او کنار کې هم ملګري لرم 

 

مازديګره//مشفق حريتمل 

نازاوسلام //جانان خدرخېل 

باران اوري//سيداحسان الله الهام