د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

341 شاعران5048 شعرونه
مشفق حريتمل

زما هنر:عرفان الله (عرفاني)

 

 

اوس مې هم يو لاس کې توره بل کې ډال دی

دامې فن دامې هنر دامې کمال دی

له فطرته مې نفرت له غلامۍ ده

ماپه سرو وينو ګټلی استقلال دی

په ما پاتې ځواب ځکه دچانشته

ماحل کړی دهرچا دمينې سوال دی

لامې غشی دغليم په ټټر خښ دی

ما مات کړی دهر عصر هر دجال دی

ډير سر مسته مو له زوره غورځولي

ورشه وه يې کړه پوښتنه څه يې حال دی

له جهاد او له جنګونو ستړي نه يو

له پخوا نه مو کلک عزم لوړ مورال دی

په افقو راخورې سپينې سپيدې دي

دتور تم زړه کې بل کړی مو مشال دی

(عرفاني)چاچې زمونږه سيالي کړې

اوس په حال دتنزل او د زوال دی

 

د شاعر نور شعرونه ←