د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

341 شاعران5048 شعرونه
مشفق حريتمل

تيارو سره جنګ: محمد نعيم (افغان)

 

څولمر مخي دي له شپوسره په جنګ دي

دا سپين ستوري له تيارو سره په جنګ دي

پريوسف يې درس دمينې دی ويلی

له زندان او زولنو سره په جنګ دي

له اورونو دې ډار نه لري ازره !

ستابچي له سرو لمبو سره په جنګ دي

په ولجه کې يې ياغي سرونه راوړل

نابللو ميلمنو سره په جنګ دي

دايمان زرينې وړانګې ورسره دي

له چورلکو او ټانګو سره په جنګ دي

شهادت لره په هسکه غاړه درومي

اتلان دي له پردو سره په جنګ دي

د (افغان)دښمنان څومره ليونيان دي

له سپيڅلو عقيدو سره په جنګ دي

د شاعر نور شعرونه ←