د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

341 شاعران5048 شعرونه
مشفق حريتمل

د اوښکو غمي:عرفان الله (عرفاني)

 

ماټومبلي په ګريوان غمي د اوښکو

هم په زمکه هم  اسمان غمي د اوښکو

د اشناغم خو مې دومره زورور دی

چې خواره دي په بيابان غمي د اوښکو

خزانونو پسرلي شهيدان کړي

زرغون شوي په بوستان غمي د اوښکو

دهجران توره جونګړه کې مې ژوند دی

ځي له سترګو مې باران غمي د اوښکو

دشهيد دا کرامات نه دي نو څه دي

دي دحورو په پيزوان غمي د اوښکو

(عرفاني)اميل دغاړې ترينه جوړ کړه

راوريږي په جهان غمي د اوښکو

د شاعر نور شعرونه ←