د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

محمدسرور وکیلي

د محمدسرور وکیلي پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

59 خپاره شوي شعرونه

دین پلورنهبشپړ شعر ولولئ

دین پلورنه

محمدسرور وکیلي

په قال الله قاله رسول اثبات ددروغوخپل کول
داسي ملاځان ته په دوږخ کي ځای مندل
که دین خـپل قدرت لپاره کي څوک وړاندي
پلــورونـکي دي ددین په ارزانه ئې پلـورل
دااوس مـوپه هـېواد کـي پخپل سترګو ولیده
په ایاتواوحدیثوئې بداعمال خپل رنګه ول
هــریــوه بــه خـپـل دروغ پـه آیات ثابته ول
ریــا وه پـه دربـارکي مـلت په تـېر ایستل
درښتیا میدان چي راغی سوې خبري هېري
بېله زوره له پردوسره دوی هم وتښتېـدل

تعصب یا دعقل نارغيبشپړ شعر ولولئ

تعصب یا دعقل نارغي

محمدسرور وکیلي

په یقـین به نه هزارستان نه خراسان وي
پـــه جـهــان کي بـه نامـتـوشهـیــرافغانستان وي

دادعـقل ناروغان ځانونه نه بـولي افغان
بې هــویـتـه بــه دوی ورک پــه دې جــهان وي

ته چي اوغان اوافغان نه ئې نوبه څه ئې
له مَلّکه ځان ورک کړی داناپوهي هم دانسان وي

تعصب سخته ناروغي وي په انسان کي
مـوږئې ویـنـو دی خــوږه وي ځان بې درمـان وي

جهانیان موله هویـته ټوله بولي یـوافغـان
ای وروره عقل دي په سرکه نوټول به یوافغان وي

دګل اوبلبل مینهبشپړ شعر ولولئ

دګل اوبلبل مینه

محمدسرور وکیلي

صحرګاه وه په چپن کي دګلبڼ مي سوګذر
فضاوه ډېر رنګینه ګلان وه ښکلي یوتربل بهتر
دبلبـلو وې نارې سـورې پـرګلانو الـوتـلې
له ښـاخه اوبل ښاخ ته ئې ګل لمساوه پخپل وزر
عجــبه ننــداره وه دګـلانــو په ګـلبـڼ کــي
دمـیني وړانګي ځلېـدې په چمـن کي لـر او بـر
مــیــن دمـیــني په رڼا کــي داسي ښکارېده
په نـرمۍ پـه عـاجـزۍ داسي وو لکه سـوالګـر
مــینـه دهغـه چي ګل ئـې دبلبـل سـره لـري
هـرچــي بلبل وایي ګل ورته په خنداوي سراسر

ای اسمانهبشپړ شعر ولولئ

ای اسمانه

محمدسرور وکیلي

. ای شـین اسمــانه لاولاړ ئـې پرسـرولي
ورته ګورې تویه وي دمظلوم ویني په څوځلي
بې عــدله سَوېّ دا نـړۍ بې رحــمه هــم
ستـرګي سـرې کـه ورانـوه بې رحـمـه ډلـي نه انصاف نه عدالت سته په وګړو دنړۍ
دظلم ننداره کړي څنګه ورانه وي دمظلوم کلي
ای پـرسـرولاړه ته شاهد دهــرمظلوم ئې
نــه پــوهـېـږم چـي سـیـل بیـنه سوې تـه ولـي
را چپه سه را چپه سه را چپه پردې ظالم
را ونـړېـږه پـرجـابر چي بـیا ونه ځـپي ځـپلي

بدبشپړ شعر ولولئ

بد

محمدسرور وکیلي

کې کړې وي وژل خاماخا به وژلکیږي
پـه لـنـډ تاریـخ کـي دهـېـواد مـو دا ځلـیږي
الخاین خایف دی په حدیث سره بېشکه . زموږتښـتېدلوته چي ګـورې داپر ثابیـتیـږي
مه کــوه پــه چا چي وبــه ســي پــه تا بدي نه پرېـږدي پښتون که اویا کلنه کـیـږي
جـنګ کـه ضرُورّنه وي ډېـربد کاردی
نه دی جهاد جنګ ځاني اصلاح ده که پوهېږې
وېره یاغـیرت که غالي سـي پربد اوړي
اوبه چي ترسرواوړي ماشوم ځکه پای مالیږي

د دووغلوکیسهبشپړ شعر ولولئ

د دووغلوکیسه

محمدسرور وکیلي

یـوستـرګ لـرونـکی شل بـل ړونـد پـرپښـوروان
شـل پـه شاه دی د ړانـده ځي غـلا ته په دې شان
د غـلا په تـور سـوه ګـَرمّ شــل وو ړوند د واړه
اوسې محکمه ده قاضي ته به وایي خپل جریا ن
شـل وایي زه نه لـرمـه پـښي غـلا تـه څـنګه تـلم
ړونـد وایي نه ویـنم لیاردائې دفاع ده دخـپل ځان
قاضي حقي حیران دی چي کوم یوغل دی په رښتیا
ستـرګـوالا کـه پـښـېـوالا که دواړه مــجــریــمـان
قـضــاوت ددې قضیي بـه یـوالله کــوي پــه حشـر
مــعـلـوم بـه کـي مـجــرم سـزا بــه وویـني عـیان

غوره ژبهبشپړ شعر ولولئ

غوره ژبه

محمدسرور وکیلي

هــره ژبه نه وي جنـتي یا دوږخي
غـوره ژبه هغه چي ذکرد مـولا بیانه وي
ژبه عـربي ګـوره ځــکه غـوره ده
په دې کي آیاتــونه پـررســول راغــلي دي
په هره ژبه چي تصدیق کوې درب
دغه ژبه اوچته، دا په حدیث کي دي راغلي
کـفـریا اســلام که په هـره ژبه وي
غـوره ژبه داسلام ځکه دالله تـصدیق کـوي
دي پـه د ې نـړۍ کي ژبـي ډېـري
ښه ژبه هغه چي په اقرارسره ایمان ولري

وجیـزيبشپړ شعر ولولئ

وجیـزي

محمدسرور وکیلي

چـــي نــــــه کـــوي پــه خـــوله
هــغه تـه ویل کـيـږي مــه کــه وه
بـــــوده کــــه ســم نه ځي پرلار
هــــغه تـــــه لــښــته سي پـــه کـار
دنـــــا پــــوه ســـره مخ مــه سه
که سې مخ په سلام ورنه رهي سه
کارچي تمام نه وي نه به ئې ستائې
پښېماني راځي ورسته څه به بیا وائې
ړانـده تـه لارښـوول پـه ايـشاره
داکــــارګوره ســـخــــت جـــاهــلانــه

نعتبشپړ شعر ولولئ

نعت

محمدسرور وکیلي

ای رسـوله خـدای درکړی لوړعزت دی
لارښـودنـه دي د دیـن رښـتـیـاپـه حقـیقت دی
ته یـتیـم غـریب اُمّيّ وې پخـپل حال کي
الله درکــی ښـــه حشــــمــت اورســـالـــت دی
پـه اَسّرا معـراج تـې و غـوښتلې یـو الله
جـبـرائـیـل درسـره کړی سـتـا مشـایـعـت دی
ته پېشواد دین دټول امت ئې ای سروره
بې لـوست دي ښوولی دین په لوړعلیـمت دی
کلـمـه دي پـه رښـتیـا بېشکه پـه یقین ده
څوکې واي دی مسلم له کفره په خلاسیت دی
رسالت هــم نــبـــوت ســو پــرتـــا خـتم
ته خاتـم النبـیـیـن ئې دیـن دي تـر قیامـت دی

حمدبشپړ شعر ولولئ

حمد

محمدسرور وکیلي

ځمکه اسمانونه تکوین کړي تادي ځکه خالق ته ئې
ټول مخکني زموږ وړي تادي ځکه خالق ته ئـې
نباتات، جامدات، ماعیات او حیه ټوله
که ژوندي يا تللي موړي تادي ځکه خالق ته ئې
لمروسپوږمۍ ستوري پرآسمان باندي ځلیږي
بې فـُطُوٌره سمـون کړي تادي ځکه خالق ته ئې
ټول مسلمان نامسلمان چي ژوند کوي پرځمکه
داټــول حــیه خلق کړي تادي ځکه خالق ته ئې
دضدینو خیرو شراوښه ووبد د ا نسانانو
دا غونډ راوړي تــا دي ځکــه خــالـق تـه ئـې