د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

341 شاعران5048 شعرونه
محمدسرور وکیلي

غوره ژبه

هــره ژبه نه وي جنـتي یا دوږخي
غـوره ژبه هغه چي ذکرد مـولا بیانه وي
ژبه عـربي ګـوره ځــکه غـوره ده
په دې کي آیاتــونه پـررســول راغــلي دي
په هره ژبه چي تصدیق کوې درب
دغه ژبه اوچته، دا په حدیث کي دي راغلي
کـفـریا اســلام که په هـره ژبه وي
غـوره ژبه داسلام ځکه دالله تـصدیق کـوي
دي پـه د ې نـړۍ کي ژبـي ډېـري
ښه ژبه هغه چي په اقرارسره ایمان ولري

د شاعر نور شعرونه ←