د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

424 شاعران5524 شعرونه
محمدسرور وکیلي

تعصب یا دعقل نارغي

په یقـین به نه هزارستان نه خراسان وي
پـــه جـهــان کي بـه نامـتـوشهـیــرافغانستان وي

دادعـقل ناروغان ځانونه نه بـولي افغان
بې هــویـتـه بــه دوی ورک پــه دې جــهان وي

ته چي اوغان اوافغان نه ئې نوبه څه ئې
له مَلّکه ځان ورک کړی داناپوهي هم دانسان وي

تعصب سخته ناروغي وي په انسان کي
مـوږئې ویـنـو دی خــوږه وي ځان بې درمـان وي

جهانیان موله هویـته ټوله بولي یـوافغـان
ای وروره عقل دي په سرکه نوټول به یوافغان وي

د شاعر نور شعرونه ←