د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

341 شاعران5048 شعرونه
محمدسرور وکیلي

د دووغلوکیسه

یـوستـرګ لـرونـکی شل بـل ړونـد پـرپښـوروان
شـل پـه شاه دی د ړانـده ځي غـلا ته په دې شان
د غـلا په تـور سـوه ګـَرمّ شــل وو ړوند د واړه
اوسې محکمه ده قاضي ته به وایي خپل جریا ن
شـل وایي زه نه لـرمـه پـښي غـلا تـه څـنګه تـلم
ړونـد وایي نه ویـنم لیاردائې دفاع ده دخـپل ځان
قاضي حقي حیران دی چي کوم یوغل دی په رښتیا
ستـرګـوالا کـه پـښـېـوالا که دواړه مــجــریــمـان
قـضــاوت ددې قضیي بـه یـوالله کــوي پــه حشـر
مــعـلـوم بـه کـي مـجــرم سـزا بــه وویـني عـیان

د شاعر نور شعرونه ←