د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

ع.شریف زاد

د ع.شریف زاد پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

48 خپاره شوي شعرونه

سوله کې دسولې ماهیتبشپړ شعر ولولئ

سوله کې دسولې ماهیت

ع.شریف زاد

اې بد بختانو!راځۍ سوله وکړی
دنېکمرغتوب په لاره بېړه وکړی
یواو بل ومنی په پوهه اوعزت باندې
نه د کوږ اوسم ښاخ په منت باندې
نه د قطری هوټل په کیفیت باندې
اې کرکجنو! مغرورو انسانانو افغانانو
یو بڅرکی قطر ته راغلیو مهما نانو!
ښاغلو آغلو دکمزورې ادارې استاذانو
پرچمی خلقی یاغلام د نورو بېګا نګانو
پېښه ده روغه جوړه به کوو په بیسوادو
یوویشتمه پېړې ده لږ تمیز وکړی په اعمالو
دا ملت نوره دومره تباهی منلی نه شی
داسندره په هر غږ او آواز کې اورېدلی نشی
اې ناچلو! شرم دی خو نور یې مه اوږدوۍ
یوڅه واخلی او یو څه ورکړی سوله کې
دسولې محور دبل چا په مشوره مه تخریبوۍ
ڼړۍ ده راغلې هېڅوک خپله پړه نه منی
ملک شو تباه داغله خپله داړه نه منی
ملګری ملتونو ته ګورۍ لا بله باجه وهی
دې ملت کې نور هېڅ توان پاتې نه دی
سوله په ټپه ده ولاړه نور څه دی راپاتې
ترڅوپورې به دا بېوزلې په پرد و وسلو وژنو
روغه جوړه دلته خو لافې باټې دچڼو وهو
ګورۍ! هېڅ زعامت په زور زیاتی کیږی نه
په دې ډول دریځ باجې او ساز کیږی نه
پاڅۍ ای ولسه! نوردخیر اوفلاح په لار
دملت کار په زهیر بې ایمانه او ستر سفاک کیږی نه
زماپه خبرو دتا په خبرو یوازې داکار کیږی نه
په خاین وزیر دخوار مزدو ر اوپه جنګ سالار کیږی نه
معما ده جوړه شوی نور په دې ابتکار کیږی نه
حقیقت شی یوشی اولاره د هستی پیداکړی
هېڅ کوږ پېټی به هېڅ ځای کې
تر مزله رسیږی نه
تر بیا.........

اکرا ه اواما اګر مګربشپړ شعر ولولئ

اکرا ه اواما اګر مګر

ع.شریف زاد

سوله بین الموله کږه وږه شو ډیره ما شو مانه
مصلحتی دوه سرې اداره کې شوه راڅرګنده دغه افسانه
متفکرپه کې راګیر شو پخوا څخه پوهېده په دې تلک او زولانه
چې خلیل کهنه کار،بازمانده وځی ننوځی په هره دروازه
جوباید ن که راشی نود خلیل کار به شی بېهوده
زلمی وینی خپل د ریځ په زاړه پوده کارکې لویه فتنه
غنی تل دچپیانو دسقوط مثال راوړی محتاطانه
خوبیا یې خپله راټول کړی ارګ کې په دې کاسه اوهغه کاسه
شخړه دافغانستان او وېتنام له امریکا سره توپیر لری
دا کړکېچ لنګه غواده ناتو منتوته سفیر سرپرست وزیر ته جداګانه
زلمی راغی که زوړ! ټول کارونه یې شول لور په لور
بډ بډ ګوی لکه بې انډله ګاډی دپېچومی یا داوبو بته بې دانه
غنی خپلې ترانې وایی سرور دانش قوموده لاچاره
نو بیا دڅه لپاره یو پېټي سهار ما ښا م اکراه اواما اګر مګر بهانه
ورک دې دا پمن سیاست شی کله به ولس ورنه بېغم شی
هرڅوک من دی ای خلکو ! پاو چارک اونیم چارک خو لاپرېږده
طالبان دی که مولایان دی ټول په یوه شکل اوقیافه
پالیسی کې ګوتې وهی لاحوله... دقطریو انډیوالانو په ډول اونغاره
راځۍ راشۍ ای منورو سولې سلم دولس ته عاقلا نه خردمندانه
ملی او اسلامی فرهنګ یو دی نه منی منافق عملیات ددهری او بېګانه

مدیریتبشپړ شعر ولولئ

مدیریت

ع.شریف زاد

لومړی: دیموکراسی بې له مدیریت څخه ناممکنه ده!
ولس مشره هر چا سره ټګی مه کوه
مدیریت کې دې هم ناراستی مه کوه
دوحه اوهر کنفرانس کې بې باکی مه کوه
لوبه کې دې چالاکی او زرنګی مه کوه
ته څنګه وایی چې دیموکراسی بې له
مدیریته افغانستان کې نا ممکنه ده؟
دیموکراسی کله افغانستان ته راغلې ده؟
رښتیا!چېرې تاکوم خای کې کله لیدلې ده
دوم: قدرت دافغانستان په هیڅ ځاې کې میراثی نه دی
دغه سیاست چا رواج کړ په اړیکو او پیسو باندی
دسرپرست او لینن پرست په کاسه اوماتو کپړو باندې
هم یې کره او هم یې رېبه دارګ په باجواونغمو باندې
سهامی شرکت څخه نړیوال چیغې وهی نارو باندې!
ولس مشره هرچاسره ټګی مه کوه
دومره هاها چې لیوه راغی پلمې او بهانې مه کوه
دېموکراسي راغلې نه ده دلته هېڅ اثر یې نشته
دکارتوسو،توغندیو،توپ او وژنوبهیر روان دی په دې نوم باندې

اصیل باتور او ماهر مزدوربشپړ شعر ولولئ

اصیل باتور او ماهر مزدور

ع.شریف زاد

سوړجنګ ختم شوی لا نه دی جنجال یې سلسله لری
غرنی هېواد زموږ کله سېلاب کله زلزله لری
انسان اوانسایت دواړه باتور اومزدور ګرځېدلی
له ډېر جنګ داستخدام شووجګړه ماروڅخه ګیله لری
له صدر ریګن تر دونالد ترمپ یوڅلوېشت کاله پوره شول
فرمان دجهاد د صدر ریګن له لور تر دونالد ترمپه فاصله لری
خلیل زاد د دموکراسی په نوم عصاء په لاس کې نیولې ده
کټوی دکمونیزم خوار شه نوځکه قطر کې قل قله لری
باتور اوماشوم ،خادیست منکر او مټکور دې راټول شوی
روغه جوړه به وشی که د پټو دراوزو تر شابله افسانه لری
دېپلوم او دېپلومات نشته په کتار اوپه حساب کې
سوله د مرغۍ پۍ ده !ځکه انسان نفس ،حرص او هوسانه لری
ټولنه شوه برباده، ریشخند، بر بنډه او نا مراده
اسلام یودی ، عدالت یو دی خو دا انډ یوا لان بل رنګ لری
باټې دی اولافې دی ،ډهل او باجه ده چې ډنګیږی
ما ړه او پېژندل شوی خوسکی او سخندر په کې بشبړه داړه لری
ورک دی شی دا بې شرمه او بې حیا سیاستوال
نه اخلاق او نه شخصیت او نه ملی غرور شاهانه لری
جوړ به دا هېوادشی خلاص به له هر ډول فتوا شی
انشا ءالله ! فسبح بحمدک ربک العظیم الله لری!

عجیبه زندګی دهبشپړ شعر ولولئ

عجیبه زندګی ده

ع.شریف زاد

راغلې د ناتو منتو ډله په ډ ېره بې با کی ده
عجیبه زندګی ده
په سازش مې را غو ښتې چرګه مشورتی ده
عجیبه زندګی ده

هدف معلوم نه دی ډېره بې رحمه سوګتی ده
عجیبه زندګی ده
هغه کاڼی دغه کانی لوړه نا وړه لیدری ده
عجیبه زندګی ده
دروغجن ،ټپوس ،کارغه او که متفکره قمری ده
عجیبه زندګی ده
سیاست پاتې په طاقچه کې دکرزی هم خوشالی ده
عجیبه زندګی ده
هاده هیاهو ده هورا ختمه بله د۴۵ هېوادونوپاچایی ده
عجیبه زندګی ده
ګواښ را غلی د موږک او پیشو هم جوړه حکمفر مایی ده
عجیبه زندګی ده
دا دیره لنډه ددو ورځو شرمنده منحوسه دموکراسی ده

عجیبه زندګی ده
غته رسوایی ده څلوېښت کلنه کړکېچنه بد مرغی ده
عجیبه زندګی ده
د باتو ر او مزدو ر دمرتد اوشیخ توبیر نشته خکه سیالی ده!
عجیبه زندګی ده
سوله اوثبات ارزښت نه لری دتور مارکېټ اندیوالی ده
عجیبه رندګی ده
خرڅوی یو پر بل بېعفتی ،بې شخصیتی او ګمراهی ده
عجیبه زندګی ده

نه پوهیږمبشپړ شعر ولولئ

نه پوهیږم

ع.شریف زاد

په عالم کې جوړه نن غوغا ده نه پوهېږم
دا وبا دروغ ده او که رښیاده نه پوهېږم
بې حسابه انسانې مرګونه او حادثې دی
څه عجیبه افسانه او معما ده نه پوهېږم
داڅه ډول افت دی چې په بنه د قیامت دی
اخرت دی که مسته دادنیاده نه پوهېږم
الهی! ستا هرکار کې لوی حکمت دی
دا څه ازمېښت اوامتحان دی نه پوهېږم
رڼاورځ دې رانه ورکه هره شېبه کړه
توره شپه ده که ښایسته رڼا ده نه پوهېږم
عاقلان د زمانې دې په کې را ګیر کړل
یولورته ژړا بل لورته خندا ده نه پوهېږم
زوروردې کړل کمزوره له ګزافه له پېغوره
داسمون کې خبرد ستر توفان دی نه پوهیږم
الهی! بیشکه ته رحمن یې ته رحیم یې
انسانان دې مغرورشوی بی مغفرته نه پوهېږم
په لافوکه زمانه کې دتصور په قواله کې
کوم یو ومنم د واقعیت په ترانه کې نه پوهېږم

دغه فرهنګ پېژندل په کار دیبشپړ شعر ولولئ

دغه فرهنګ پېژندل په کار دی

ع.شریف زاد

دغه فرهنګ پېژندل په کار دی
قدرت ،څوکۍ زراو زورفرهنګ باید بدل شی
ددغه فرهنګ اوهنر سمېدل په کار دی
ګلم جم ، الکهولیست او فاسد چې سرپرست وزیرکیږی
ددغو اړیکو اوجوړجاړی پېژندل په کار دی
چې دولت دشپانه او لیوه نارې وهی
نو بیا د مېږو او وریو محا سبه کېدل په کار دی
خیانت او فساد په خپله لاس او پښې نه لری
دکار اوکار اهل کارته تفکیک کېدل په کار دی
هره لوبه او هره پرېکړه امن او سکون غواړی
داساسی قانون ۲۳ او ۵۱ مادو ته کتل په کار دی
دپوه او ناپوه کار خپله نظام خراب کړی
ددغه فساد اکمالېدل او ترمیمېدل په ګار دی
دسالم او ناسالم ذهنیت توپیر ړوند کولای شی
ټولنه ابادی، ټولنپوهنه ،خیر اوفلاح ته مراجعه کیدل په کار دی

 

ومنئبشپړ شعر ولولئ

ومنئ

ع.شریف زاد

ع.شریف زاد
ومنی چې بلا راغلې!
دلته کرو نا راغلې ، ډیره ستره بلا راغلې،په کور،ښار او هېواد راغلې
دامصیبت روغتون کې درمل کیږی نه
په کلوروکین او کونین یې علاج کیږی نه
طبیب او روغتیاپال پرې پوهیږی نه
د مبارزې او جګړې کاریې سمیږی نه
په زغرده دا هیڅ ستړې کیږی نه
رحم او حیا نه لری هېڅ شرمیږی نه
وایئ چې دووهان له ښار راغلی ،نا ببره په ګواښ راغلی ،ظالمه ډیر په قارراغلی
بند یې مکتبونه پوهنتونونه او کالجونه کړل
سپورتې لوبغالی ،پارکونه اوښارونه کړل
و یې تړلې ساقی خانې او د خمر ځایونه کړل
ډیر بریدونه کوڅه په کوڅه په واټونوکړل
فقیر او پاچا نه ګوری په بېړه یې وارونه کړل
انترنت کې یې هم دویرنارې ا و ګذارونه کړل
پته لا نه شته چې له کوم ځای راغلی،سهار اوکه بېګا راغلی،ناولی خو ډېر رسوا راغلی
ګورۍ ! دغه انسا نان لا اصلاح کیږی نه
په نظافت او پاکۍ بریالی کیږی نه
دښه او بد کارتمیزمراعاتکیږی نه
دغه رسوا دښمن ته یوه خوله کیږی نه

اخ دی او ډب نا څاپی مرګونه کمیږی نه
مغرور انسان دی دالهی په حکمت پوهیږی نه
چاته وایې چې بلا راغلې؟ بې تدبیره په ناروا ر اغلې ، مسخره يې مه په ټوله دنیا راغلې !!!