د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

424 شاعران5524 شعرونه
ع.شریف زاد

دغه فرهنګ پېژندل په کار دی

دغه فرهنګ پېژندل په کار دی
قدرت ،څوکۍ زراو زورفرهنګ باید بدل شی
ددغه فرهنګ اوهنر سمېدل په کار دی
ګلم جم ، الکهولیست او فاسد چې سرپرست وزیرکیږی
ددغو اړیکو اوجوړجاړی پېژندل په کار دی
چې دولت دشپانه او لیوه نارې وهی
نو بیا د مېږو او وریو محا سبه کېدل په کار دی
خیانت او فساد په خپله لاس او پښې نه لری
دکار اوکار اهل کارته تفکیک کېدل په کار دی
هره لوبه او هره پرېکړه امن او سکون غواړی
داساسی قانون ۲۳ او ۵۱ مادو ته کتل په کار دی
دپوه او ناپوه کار خپله نظام خراب کړی
ددغه فساد اکمالېدل او ترمیمېدل په ګار دی
دسالم او ناسالم ذهنیت توپیر ړوند کولای شی
ټولنه ابادی، ټولنپوهنه ،خیر اوفلاح ته مراجعه کیدل په کار دی

 

د شاعر نور شعرونه ←