د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

424 شاعران5524 شعرونه
ع.شریف زاد

ومنئ

ع.شریف زاد
ومنی چې بلا راغلې!
دلته کرو نا راغلې ، ډیره ستره بلا راغلې،په کور،ښار او هېواد راغلې
دامصیبت روغتون کې درمل کیږی نه
په کلوروکین او کونین یې علاج کیږی نه
طبیب او روغتیاپال پرې پوهیږی نه
د مبارزې او جګړې کاریې سمیږی نه
په زغرده دا هیڅ ستړې کیږی نه
رحم او حیا نه لری هېڅ شرمیږی نه
وایئ چې دووهان له ښار راغلی ،نا ببره په ګواښ راغلی ،ظالمه ډیر په قارراغلی
بند یې مکتبونه پوهنتونونه او کالجونه کړل
سپورتې لوبغالی ،پارکونه اوښارونه کړل
و یې تړلې ساقی خانې او د خمر ځایونه کړل
ډیر بریدونه کوڅه په کوڅه په واټونوکړل
فقیر او پاچا نه ګوری په بېړه یې وارونه کړل
انترنت کې یې هم دویرنارې ا و ګذارونه کړل
پته لا نه شته چې له کوم ځای راغلی،سهار اوکه بېګا راغلی،ناولی خو ډېر رسوا راغلی
ګورۍ ! دغه انسا نان لا اصلاح کیږی نه
په نظافت او پاکۍ بریالی کیږی نه
دښه او بد کارتمیزمراعاتکیږی نه
دغه رسوا دښمن ته یوه خوله کیږی نه

اخ دی او ډب نا څاپی مرګونه کمیږی نه
مغرور انسان دی دالهی په حکمت پوهیږی نه
چاته وایې چې بلا راغلې؟ بې تدبیره په ناروا ر اغلې ، مسخره يې مه په ټوله دنیا راغلې !!!

د شاعر نور شعرونه ←