د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

424 شاعران5524 شعرونه
ع.شریف زاد

اصیل باتور او ماهر مزدور

سوړجنګ ختم شوی لا نه دی جنجال یې سلسله لری
غرنی هېواد زموږ کله سېلاب کله زلزله لری
انسان اوانسایت دواړه باتور اومزدور ګرځېدلی
له ډېر جنګ داستخدام شووجګړه ماروڅخه ګیله لری
له صدر ریګن تر دونالد ترمپ یوڅلوېشت کاله پوره شول
فرمان دجهاد د صدر ریګن له لور تر دونالد ترمپه فاصله لری
خلیل زاد د دموکراسی په نوم عصاء په لاس کې نیولې ده
کټوی دکمونیزم خوار شه نوځکه قطر کې قل قله لری
باتور اوماشوم ،خادیست منکر او مټکور دې راټول شوی
روغه جوړه به وشی که د پټو دراوزو تر شابله افسانه لری
دېپلوم او دېپلومات نشته په کتار اوپه حساب کې
سوله د مرغۍ پۍ ده !ځکه انسان نفس ،حرص او هوسانه لری
ټولنه شوه برباده، ریشخند، بر بنډه او نا مراده
اسلام یودی ، عدالت یو دی خو دا انډ یوا لان بل رنګ لری
باټې دی اولافې دی ،ډهل او باجه ده چې ډنګیږی
ما ړه او پېژندل شوی خوسکی او سخندر په کې بشبړه داړه لری
ورک دی شی دا بې شرمه او بې حیا سیاستوال
نه اخلاق او نه شخصیت او نه ملی غرور شاهانه لری
جوړ به دا هېوادشی خلاص به له هر ډول فتوا شی
انشا ءالله ! فسبح بحمدک ربک العظیم الله لری!

د شاعر نور شعرونه ←