د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

اسد “شريفي”

د اسد "شريفي" پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

10 خپاره شوي شعرونه

خدايه!بشپړ شعر ولولئ

خدايه!

اسد "شريفي"

خدايه! په رنګارنګ ګلونو، خزان مه راوله
په دې ښايسته ښكلو مخونو، خزان مه راوله

ربه! زارۍ درته كوم، زما زارۍ ومنه
نور مې د زړه په اميدونو، خزان مه راوله

عاشقي تا ته دی درتګ، د رسېدو لاره ده
دعاشقۍ په محفلونو، خزان مه راوله

زه دې دحورو او غلمانو څه دعوه نلرم
ددې نړۍ په ماجبينو، خزان مه راوله

په زړه دننه مې د مينې پاك موجونه ګرځي
دعشق په دې پاكو موجونو، خزان مه راوله

قطرې، قطرې، دانې، دانې مې چې له سترګو څاڅي
په دې اقدسو بارانونو، خزان مه راوله

چې په ورو،ورو او په ناز، ناز د جانان غېږې ته ځي
په دې نازكو كدمونو، خزان مه راوله

چې پټې، پټې، غلې، غلې دديدن څار كوي
دداسې سترګو په نظرونو، خزان مه راوله

قدم، قدم او پل په پل پكې ګلونه شنه كړه
دمحبت په دښتو غرونو، خزان مه راوله

زما ښكلى وطنبشپړ شعر ولولئ

زما ښكلى وطن

اسد "شريفي"

دا چې تور سوى يې وينې
په هر لور يئ جاري وينې
دي كيسې پكې د مينې
غوڅوي دزړونو سپينې
سوي اور كې يې چمن دى
كه ريحان او كه سمن دى
دا زما ښكلى وطن دى
دا زما ښكلى وطن دى

په ژړا يې يتيمان دي
مظلومان او غريبان دي
كه يې پېغلې كه ځوانان دي
ټول زمري د كوهستان دي
توفان وړى يې چمن دى
كه شب بو كه نسترن دى
دا زما ښكلى وطن دى
دا زما ښكلى وطن دى

بلبلان يې مهاجر دي
پرېشان ټول په خاطر دي
كه حاضر كه غير حاضر دي
دوطن په حال ناظر دي
هر وګړى يئ پتمن دى
كه شتمن كه نا شتمن دى
دا زما ښكلى وطن دى
دا زما ښكلى وطن دى

په اور سوى يئ كابل دى
د نړۍ د اوربل ګل دى
زما اور بل په ګوګل دى
دا مې سوى نصيب خپل دى
هر افغان ته روح او تن دى

هم يې ځان هم يې بدن دى
دا زما ښكلى وطن دى
دا زما ښكلى وطن دى

هره تيږه يې طلا ده
دښمنانو ته بلا ده
كلمه يې لاالله ده
محمد رسوالله ده
يرغلګرو ته مدفن دى
په ايرو كې پټ خوږلن دى
دا زما ښكلى وطن دى
دا زما ښكلى وطن دى

د ژوند اوښتبشپړ شعر ولولئ

د ژوند اوښت

اسد "شريفي"

د ژوند اوښت

څومره بې خبره تېر شو زما عمر
د هر چا له ذهنه هېر شو زما عمر

د فنا باد يې آخر كړې ريښې لوڅې
كه تر سختو كاڼو زېر شو زما عمر

ځكه سر يې دجفا ورسره واخيست
دګردون خوله كې ګنډېر شو زما عمر

كلك تړون يې له عقبا سره بسته كړ
ددنيا له چارو سېر شو زما عمر

وفا نه وه په ګلونو ددې باغ كې
كه هر څومره ترې چاپېر شو زما عمر

خپل عمل قضا ته ور كړ لاس تړلى
كه هر څو لاس په شمشېر شو زما عمر

ګردون ور نه كا مهلت ورته يارانو
كه پسه شو او كه شېر شو زما عمر

خريداردې يمهبشپړ شعر ولولئ

خريداردې يمه

اسد "شريفي"

د سترګو توره خريدار دې يمه
د غمو كوره خريدار دې يمه

خلك له تا ده لرې، لرې ګرځي
د مينې اوره، خريدار دې يمه

په برالا كه را كتلى نشي
پټ، پټ را ګوره، خريدار دې يمه

چې د زمريانو ملې دې ماتې كړلې
ډكه له زوره، خريدا دئ يمه

نن او سبا ستا پلټنې كوم
له ژوند تر ګوره، خريدار دې يمه

پرېږده چې ټول مې شي خبر له مينې
وايم په زوره، خريدار دې يمه

بېله تا هيڅوك په دنيا نه لرم
زما غمخوره، خريدار دې يمه

زړګيهبشپړ شعر ولولئ

زړګيه

اسد "شريفي"

څومره بېباكه بې پروا يې  او زما زړګيه
ديار په مينه كې رسوا يې  او زما زړګيه

وسركو شونډو په سرو يې بې ادبه ګرځي
څومره بې شرمه بې حيا يې او زما زړګيه

كله د سترګو د بڼو كله د زلفو په ښاخ
ته شاپرك او كه بورا يې او زما زړګيه

كله صوفي شي، كله رند او كله غل د حسن
هيڅ نه پوهيږم څه بلا يې او زما زړګيه

لكه انار دزړه په وينو كې يې ولړلې
ته لا تقدير ته په خندا يې او زما زړګيه

تل په فضا د محبت كې پروازونه كوې
دا ته شاهين او كه عنقا يې او زما زړګيه

كه پټ له ما نه زما ښكلى يار په غېږ كې نيسې
په سل كتابه ناروا يې او زما زړګيه

خنجر به ستا په وينو سور كړم كه يار وويلي
چې په يارۍ كې بې وفا يې او زما زړګيه

لكه لاله ورته خنديږه چې يار زخم وهي
چېرته مين كه په رښتيا يې او زما زړګيه

چې ميكده كې خوشې نه كړې د ساقي لمنه
كه جام ته تږى د مينا يې او زما زړګيه

ستا سره ځمبشپړ شعر ولولئ

ستا سره ځم

اسد "شريفي"


ستا سره ځم

چېرته چې ته ځي آشنا ستا سره ځم
تل سته له څنګه ستا له خوا سره ځم

نور دې دنيا په خلكو كار نه لرم
لكه مجنون خپلې ليلا سره ځم

عالمه څومره بختور يمه زه
تل لكه سيورى له آشنا سره ځم

شعار مې عشق دخپل جانان دى، خلكو
دمرګ ميدان ته له خندا سره ځم

مګر هيڅكله به مړ نه شمه زه
څو چې دنيا وي له دنيا سره ځم

څوك په براق آسمانونو ته ځي
زه لېونى تل له سودا سره ځم

ذاهده ته كه له تسبيح سره ځي
جنت ته زه به له مينا سره ځم

دشپئ په زړه كې سپيده غوندې يم
له سرو ګلونو دصحرا سره ځم

بېله ريا حضور ديار ته ځمه
نه يم ذاهد چې له ريا سره ځم

جانان دشپې داسې وعده راكړله
زګېرويه ستا، زګېرويه ستا سره ځم

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

اسد "شريفي"

نور پرته له تا نه د بل چا خبرې څه كوم
وركه دې دنيا شي، ددنيا خبرې څه كوم

ته مې ددنيا او آخرت ټول اميدونه يې
ته چې چېرته نه وې، دخندا خبرې څه كوم

ته يې زما مينه او زه ستا په خاطر پايمه
بېله تا د ناز او دې ادا خبرې څه كوم

ته مې چې نصيب يې نور له دوو نړيو څه غواړم
نورد ګلاليو دښكلا خبرې څه كوم

تا مې چې په خوله كې دلبانو شربت تويی كړل
نور دصراحي او د صهبا خبرې څه كوم

ما ستا دښايست او لطافت چينو كې و لمبل
وچ دي درياګان شي، دې دريا خبرې څه كوم

ما دطوفان مينځ كې طوفاني كښتۍ موندلي ده
يار دى نا خدا، دي ناخدا خبرې څه كوم

ما وړاندې او وروسته ټول د يار غېږ كې تر لاسه كړل
اوس دې ابتدا او انتها خبرې څه كوم

ولې؟بشپړ شعر ولولئ

ولې؟

اسد "شريفي"

ولې اورونو كې سوزيږې، نه پوهېږم، ولې
ولې سرو وينو كې لمبيږې، نه پوهيږم، ولې

خوله به دې ډكه له خندا وه، غم دې زړه كې نه و
دا اوس په سرو سترګو ژړيږې، نه پوهيږم، ولې

هيڅ نه پوهيږم چې له ما نه ته خفه ولې شوې
را سره هيڅ نه پخلا كيږې، نه پوهيږم، ولې

د نفاق تبه دې په جود او په وجود كې نه وه
اوس له دې تبې نه رغېږې، نه پوهيږم، ولې

رقيبه ته دومره بې رحمه او ظالم ولې يې
په مرګ د ځوان يې خوشاليږې، نه پوهيږم، ولې

د خلكو مينې دې يو شانې كړې له خاورو سره
خوني سېلابه لا بهيږې، نه پوهېږم، ولې

تا سره ګلونه د ګلبڼ ټول په بيديا بدل كړل
توفاني باده لا چليږې، نه پوهيږم، ولې

د نړۍ خلك شول روان د آسمان په لورې
زګېرويه ته نه بيداريږي، نه پوهېږم، ولې

ويجاړه مېنهبشپړ شعر ولولئ

ويجاړه مېنه

اسد "شريفي"

ويجاړه مېنه

ستا د هجر په غمو كې نسكور پروت يم
سرو شغلو وهلى سكور يم په اور پروت يم

پېش له دې نه مې سرويږدى ستا زنګون و
اوس دخپلو اميدونو په ګور پروت يم

چې په سترګو مې ليده شغلو تالا كړه
دهغې بربادي مينې په لور پروت يم

د ګردون پرستاران را نه بېزار شول
زه بې شرمه بې حيا يم په زور پروت يم

نه خندا شته، نه ښكلا شته، نه موسكا شته
په غوغا، په واويلا او په سور پروت يم

نه مې خونه، نه مې ور او نه دېوال شته
خوار مجنون ستا ديادونو په كور پروت يم

ته لا ويښ نه شولېبشپړ شعر ولولئ

ته لا ويښ نه شولې

اسد "شريفي"


ته لا ويښ نه شولې

ديارپه قبر ترخې شنې شوې، ته لا ويښ نه شولې
تر خيبر تېرې ولولې شوې، ته لا ويښ نه شولې

زرغونې څانګې، د خزان سيليو وچې كړلې
له پښتون ډكې هديرې شوې، ته لا ويښ نه شولې

باغ دې د زاغ په حواله كا ته سكوت پرېوتی
بې پت، عزته پښتنې شوې، ته لا ويښ نه شولې

دا څنګه خوب دى چې خدای تا ته په ميراث در كړى؟
د ناوۍ پښې په وينو سرې شوې، ته لا ويښ نه شولې

پروانه وسوزېده، شمعې په ژړا ژړا كې سا وركړله
د پوهې بلې ډيوې مړې شوې، ته لا ويښ نه شولې

خدای دې را ويښ كړه له دې خوبه پښتنه زلميه
وينې د قام څپې څپې شوې، ته لا ويښ نه شولې

ښكېلاك دې وزبېښلې وينې، ته ونه خوځېدې
بار د سپين مخو جنازې شوې، ته لا ويښ نه شولې

پېغلو به تاته په ناز ناز او اميدونو كتل
اوس يې كمڅۍ په ګرد سپېرې شوې، ته لا ويښ نه شولې

زما زګېرويو د فلك كميس په وينو سور كا
اوښكې مې سترګو كې لمبې شوې، ته لا ويښ نه شولې