د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي اسد "شريفي" شعرونه

زړګيه



څومره بېباكه بې پروا يې  او زما زړګيه
ديار په مينه كې رسوا يې  او زما زړګيه

وسركو شونډو په سرو يې بې ادبه ګرځي
څومره بې شرمه بې حيا يې او زما زړګيه

كله د سترګو د بڼو كله د زلفو په ښاخ
ته شاپرك او كه بورا يې او زما زړګيه

كله صوفي شي، كله رند او كله غل د حسن
هيڅ نه پوهيږم څه بلا يې او زما زړګيه

لكه انار دزړه په وينو كې يې ولړلې
ته لا تقدير ته په خندا يې او زما زړګيه

تل په فضا د محبت كې پروازونه كوې
دا ته شاهين او كه عنقا يې او زما زړګيه

كه پټ له ما نه زما ښكلى يار په غېږ كې نيسې
په سل كتابه ناروا يې او زما زړګيه

خنجر به ستا په وينو سور كړم كه يار وويلي
چې په يارۍ كې بې وفا يې او زما زړګيه

لكه لاله ورته خنديږه چې يار زخم وهي
چېرته مين كه په رښتيا يې او زما زړګيه

چې ميكده كې خوشې نه كړې د ساقي لمنه
كه جام ته تږى د مينا يې او زما زړګيه

د شاعر نور شعرونه ←