د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي اسد "شريفي" شعرونه

ولې؟



ولې اورونو كې سوزيږې، نه پوهېږم، ولې
ولې سرو وينو كې لمبيږې، نه پوهيږم، ولې

خوله به دې ډكه له خندا وه، غم دې زړه كې نه و
دا اوس په سرو سترګو ژړيږې، نه پوهيږم، ولې

هيڅ نه پوهيږم چې له ما نه ته خفه ولې شوې
را سره هيڅ نه پخلا كيږې، نه پوهيږم، ولې


د نفاق تبه دې په جود او په وجود كې نه وه
اوس له دې تبې نه رغېږې، نه پوهيږم، ولې

رقيبه ته دومره بې رحمه او ظالم ولې يې
په مرګ د ځوان يې خوشاليږې، نه پوهيږم، ولې

د خلكو مينې دې يو شانې كړې له خاورو سره
خوني سېلابه لا بهيږې، نه پوهېږم، ولې

تا سره ګلونه د ګلبڼ ټول په بيديا بدل كړل
توفاني باده لا چليږې، نه پوهيږم، ولې

د نړۍ خلك شول روان د آسمان په لورې
زګېرويه ته نه بيداريږي، نه پوهېږم، ولې

د شاعر نور شعرونه ←