پښتو ادب · شاعران
هيوادشپون
د هيوادشپون پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
17 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
هيوادشپون
په نظرکې مې حیران دي تصويرونه
ستاپه سترګوکې روان دي تصويرونه
تورې وينې سره زخمونه سپینې اوښکې
په دې ښار کې اوس ارزان دي تصویرونه
کرۍ شپه ده څراغونه راته ژاړي
کرۍ شپه ده شهیدان دي تصویرونه
درده! اوس هم خپل زخمونه ښکلومه
درده! اوس هم په ما ګران دي تصويرورونه
شپون له ستورونه الهام واخیست نقاده!
په غزل کې به یې خاندي تصويرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
هيوادشپون
دا چې توري په دېوال انځورومه
دا پرې پاڼې پاڼې خیال انځورومه
مکړئ مه وژنئ تنکئ خوږې سندرې
زه په ذات کې ترې بلال انځورومه
پرزړګې ږدمه زخمونه ستا د هجر
ګلابونه په دسمال انځورومه
زه شاعریم په هرڅه باندې خوږېږم
زه د دغې زمکې حال انځورومه
ملغلرې د لفظونو شپون ته راکه
پرې راتلونکی نوی کال انځورومه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
هيوادشپون
چې سوځېدم نو اورته ولې اودرېدمه دشپې
د کایناتو شورته ولې اودرېدمه دشپې
په ما که جبرهم کاوه خو زمکې¡ تابه که وه
د اسمانونولورته ولې اودرېدمه دشپې
چې به ویده شوم بلاګانوبه اخیستی ومه
چې به راویښ شوم مورته ولې اودرېدمه دشپې
خدایه¡ما ولې لټولې په دې مات وجودکې
دې بې دېواله کورته ولې اودرېدمه دشپې
دغې سپوږمۍ ته شپونه¡ولې ما ټپې و یلې
د دې جینۍ انځورته ولې اودرېدمه دشپې
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
هيوادشپون
له مودو نه مې يو وران تصوير نيولی
خدايه! تاته مې دځان تصوير نيولی
دلته هرڅوک دي له زمکې ويرېدلي
دلته هرچه د اسمان تصوير نيولی
زه ياغي تندې اخيستی يمه مرمه
تا مې مخته د باران تصوير نيولی
بيا مرګونه په غورځنګ شول بيه حلاتو
د سرو وينو د طوفان تصوير نيولی
زلفې وروړه شپون د سترګو په لمن کې
زخم زخم د ګرېوان تصوير نيولی
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
هيوادشپون
مات نظر مې ستا د خال په غېږکې پروت دی
که غمی دی د دسمال په غېږکې پروت دی
خوب کې وينم چې اذان دی چا ويشتلی
زخم زخم د بلال په غېږکې پروت دی
ته خو ګوره تنهايي شوه سترګې سترګې
څومره وهم د دېوال په غېږکې پروت دی
چې زخمونه مې د زړه انځوروئ شي
هغه کس زما د خيال په غېږکې پروت دی
څوک دی، شپون دی، خو بس پاڼې پاڼې توی دی
مات منګی دی د کولال په غېږکې پروت دی
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
هيوادشپون
دا چې ږدمه ورخطا ورخطا پلونه
لټوم د يوې ورکې رڼا پلونه
په دې دښته د ليلې کاروان تېر شوی
په دې زمکه کې انځور دي بلا پلونه
ځينې وپوښته صحراته باده! ورشه
خاورې شوي دي که شته دی زما پلونه
دغه شګې له زخمونو نه خواږې دي
بیابان دی ښکلومه د چا پلونه
لپې لپې وير يې څاڅي د غزل نه
شپون په وينوباندې ايښي دي بيا پلونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
هيوادشپون
پاڼې پاڼې حسرتونو ته ولاړیم
زه د وینو تصویرونو ته ولاړیم
ستا ناترسو ځوابونو ته ولاړ یم
د سحرا سپېرو بادونو ته ولاړ یم
شپه ده، زخم رانه غېږه غېږه تاودی
بوږنونکیو دېوالونو ته ولاړ یم
وخته¡ خپلو سیتمونو ته خو ګوره
سویو سویو اندامونو ته ولاړ یم
دا چې یوه دنیا کیسې پکې تصویر دې
دا د کوم لېوني پلونو ته ولاړیم
شپونه¡ څومره ډېرلفظونه پکې مړه شول
څه بې ذوقه مښامونو ته ولاړ یم
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
هيوادشپون
سپينې اوښکې د دردونو کاغذونه
بويه دا د حسرتونو کاغذونه
هرچا خپل شېکلونه رسم دي په کاڼو
هرچا وسپړل د زړونو کاغذونه
د ګلونو وس هم نه لري دا خلګ
دلته ړنګ دي په قبرونو کاغذونه
په لاسونو کې مو زخم زخم راوړل
وخته! ستا د پېغورونوکاغذونه
ځان فنا کړه په لفظونو پسې شپونه!
چې راشنه دې شي په پلونو کاغذونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
هيوادشپون
دا وينې وينې حسرتونه به دې نه شمارلو
ژونده! زما د زړه زخمونه به دې نه شمارلو
د دې وطن په هر يوه کاڼي باندې جبر شوی
د دغې خاورې سيتمونه به دې نه شمارلو
چې د سيليو له تاوده انجام نه هم خبر وې
سپرلي دې څه کول?ګلونه به دې نه شمارلو
د اسمان ستوري به دې ټول راته را وښودلو
خوخپل بائللي قسمونه به دې نه شمارلو
تا به د زړه سره د اوښکو حساب نه کولو
شپونه! د دړد لامده لفظونه به دې نه شمارلو
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
هيوادشپون
ځواني يوخوب وو يوه لحظه به چاته نه اودرېده
ورځ به روانه وه او شپه به چاته نه اودرېده
دلته به هرسړي د خپل کار سره کار درلوده
دغه مغروره زمانه به چاته نه اودرېده
حسنه! خفه نشې زما د وس خبره نه وه
دغه دستور وو آئينه به چاته نه اودرېده
چې له جنونه ترجنونه فاصلې پاتې وې
د لېوني عشق قافله به چاته نه اودرېده
زندګي دومره کبرجنه وه چې حد يې نه وو
شېبه شېبه لمحه لمحه به چاته نه اودرېده
ته به يې وينې وينې زخم زخم سوی وی خو
شپونه! دخپل شعر لمبه به چاته نه اودرېده