افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
په نظرکې مې حیران دي تصويرونه
ستاپه سترګوکې روان دي تصويرونه
تورې وينې سره زخمونه سپینې اوښکې
په دې ښار کې اوس ارزان دي تصویرونه
کرۍ شپه ده څراغونه راته ژاړي
کرۍ شپه ده شهیدان دي تصویرونه
درده! اوس هم خپل زخمونه ښکلومه
درده! اوس هم په ما ګران دي تصويرورونه
شپون له ستورونه الهام واخیست نقاده!
په غزل کې به یې خاندي تصويرونه