د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي هيوادشپون شعرونه

غزل

ځواني يوخوب وو يوه لحظه به چاته نه اودرېده
ورځ به روانه وه او شپه به چاته نه اودرېده

دلته به هرسړي د خپل کار سره کار درلوده 
دغه مغروره زمانه به چاته نه اودرېده

حسنه! خفه نشې زما د وس خبره نه وه 
دغه دستور وو آئينه به چاته نه اودرېده

چې له جنونه ترجنونه فاصلې پاتې وې 
د لېوني عشق قافله به چاته نه اودرېده

زندګي دومره کبرجنه وه چې حد يې نه وو 
شېبه شېبه لمحه لمحه به چاته نه اودرېده

ته به يې وينې وينې زخم زخم سوی وی خو
شپونه! دخپل شعر لمبه به چاته نه اودرېده 
د شاعر نور شعرونه ←