افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
پاڼې پاڼې حسرتونو ته ولاړیم
زه د وینو تصویرونو ته ولاړیم
ستا ناترسو ځوابونو ته ولاړ یم
د سحرا سپېرو بادونو ته ولاړ یم
شپه ده، زخم رانه غېږه غېږه تاودی
بوږنونکیو دېوالونو ته ولاړ یم
وخته¡ خپلو سیتمونو ته خو ګوره
سویو سویو اندامونو ته ولاړ یم
دا چې یوه دنیا کیسې پکې تصویر دې
دا د کوم لېوني پلونو ته ولاړیم
شپونه¡ څومره ډېرلفظونه پکې مړه شول
څه بې ذوقه مښامونو ته ولاړ یم