پښتو ادب · شاعران
ميوند درځار
د ميوند درځار پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
12 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
ميوند درځار
زه لکه په دښته کې ولاړه وچه ونه
هیلې دومره هیلې دي چې مکوه پوښتنه
ژوند ددې بازار په یوه لاره کې هم نشته
دومره خاموشي خو به مې ورک کړي له وطنه
ځمه چې وعده د بیا لیدو یې پوره شوې
بیا به راته وایي چې دا ولې دروغجنه !
خاورې د ولس په اننګو باندې پرتې دي
ګرځي ډلې ډلې رهبران سپینه لمنه
چا چې ښایستونه درته وښودل درځاره
تا له هغو سترګو نه هم ونکړه مننه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
ميوند درځار
د رڼا او د تورتم خبرې نه کومه نورې
د کرم او د ستم خبرې نه کومه نورې
خدای پوهېږي چې بنده یې په تقدیر باندې راضي دی
د ناشکرو په رقم خبرې نه کومه نورې
د چوپتیا په ثوابونو یې یقین زما پیداکۀ
نو په سترګو کې به هم خبرې نه کومه نورې
په تیارو پسې رڼا نه وه، بلا وه راروانه
ځه راځي دې، دا د غم خبرې نه کومه نورې
د تودو آسوېلو اور مې شونډې تورې اړولي
د وطن د جهنم خبرې نه کومه نورې
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
ميوند درځار
چې اوس هم د ټوپک او د ګولۍ خبرې کېږي
حیران یمه چې بیا هم د سیالۍ خبرې کېږي
وه وروره! وه ملګریه! وه د آمن دعوېداره!
ته ژاړې چې زموږ د خوشالۍ خبرې کېږي؟!
د ښار د واعظانو سترګې پټې او خولې خلاصې
زه سر نه لرم، ماته د خولۍ خبرې کېږي
چې سوله وي، بندي وي د څلورو دېوالونو
چې جنګ وي د میوند د ملالۍ خبرې کېږي
وطن د آزادۍ او آبادۍ په نوم شهید دی
په ګل او ګلاب شونډو د ږلۍ خبرې کېږي
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
ميوند درځار
غوڅې غوڅې شونډې د جانان لیدلی نشم
وران زړه مې ددې نه پسې وران لیدلی نشم
سره غرمه، د سرو شګو مزل دی خو کوم یې
پاتې دې په سترګو کې ارمان لیدلی نشم
یاره که جنت ته ځې هم، پاتې به وې مه ځه!
مانه غیر دې بل چېرته روان لیدلی نشم
ستا د غېږې عطر د ایمان غوندې خواږه دي
غېږه راکه زه دومره تاوان لیدلی نشم
غرونه او ښارونه دې خدای وساته وطنه
بیا کنډر کنډر افغانستان لیدلی نشم
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
ميوند درځار
اغزي اغزي لاره، ماښام ماښام هوا ده خدایه!
لاړ شم که پاتې شم؟ پوښتنه خو روا ده خدایه!
د هغه ښکلې ضد مې روغ رنځوروي خاونده
او په مُوسکا یې ته خبر یې چې دوا ده خدایه!
د لالي سترګو ته کتلو نه محروم پاتې یم
راسره ناسته په مجلس کې خوا په خوا ده خدایه!
د وږو تږو د بې کوره بې وطنو خدایه!
ستا له خدایۍ نه ځار چې څومره بې پروا ده خدایه!
له بدو سترګو او له بد نظر یې لرې غواړو
د پښتنو د بیدارۍ روانه، ورا ده خدایه!
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
ميوند درځار
زه په دوزخ کې د ماښام پروت یـم
اورونهمړه شو خو زهخام پروتیم
د بــې روزګـــــارو د کــالـــه لوښی
په څلـورلارې کې لیلام پـروت یــم
د جنتــونـــــو نــنــداره کــــــــــوم
ته په انګړ کې زه په بام پروت یــم
د اور ږلۍ بــه مې هم ویښ نکـړي
پـه تـوپـانـونـو کې ارام پـروت یـم
درځاره! اوس یې هم په زړه کې لا
لکـه زیـارت پـه احتـرام پروت یــم
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
ميوند درځار
ستا د ستـرګو د سکرو اورونه بل شـو
مړۀ به نشي که په غرو اورونه بل شو
د دردمن زړۀ اسویلـي تـاوده تاوده وو
په جــوزا کـې د بـرو اورونه بــل شــو
د وطـــــن او دیـن ګټلو پـه غــــزا کـې
د جـومات پـه سیپارو اورونه بــل شو
که موږ لاس په لاس څوک وګوري نو، مري به
چې پــه تشو اشارو، اورونه بـــل شــو
پـه جنت کـې ابـادي غــواړي درځــاره
د دنیـا پــه ګلــدرو اورونــه بـــل شــو
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
ميوند درځار
ګل، اوبه او غر ددې وطن غرور دی
یو غرور چې له ثواب نه هم ضرور دی
لمر وهلي بدنونه کروندو کې
ددې قام د ښایستونو رنګ او نور دی
د حجرو د نیمو شپو مجلس شهید دی
جنګ زمونږه د ژوندي زړونو تربور دی
پسرلی دی ګلابي ساړه لګېږي
له وجود مې، تاک تاو شوی د انګور دی
زه دهقان یم د ګلونو، ته سرکار یې
څوک د خپل او څوک د بل وطن مزدور دی
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
ميوند درځار
زړه به پخپله په ځان وسېزمه
په بې رُخۍ به جانان وسېزمه
د چاودو شونډو په تودو اسوېلو
هره ورځ نوی ارمان وسېزمه
د زلمیتوب د تنهایۍ تنده به
د پسرلي په باران وسېزمه
خدای پیداکړي ښایستونو باندې
د خدای راکړی ایمان وسېزمه
درځاره ته په ما یقین نکوې
زه خو په دغه ګومان وسېزمه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
ميوند درځار
نه ژاړم خو، درد هم پټولی نشم نور
ډک زړه په سینه کې ګرځولی نشم نور
ژبه به لمده وه د (وطن،وطن) په ذکر
اوس هغه ثواب هم پرې ګټلی نشم نور
قدر د اغزیو پکې ډېر دی له غاټولو
ګل په داسې خاوره کې کرلی نشم نور
ښار دی د ژوندیو انسانانو هدیره
شناختو شناختو سترګو ته کتلی نشم نور
ویښ به یوو که شپه ډېره اوږده هم وي درځاره
یو ارمان په بل پسې وژلی نشم نور