د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي ميوند درځار شعرونه

غزل

نه ژاړم خو،  درد هم پټولی نشم نور

ډک زړه په سینه کې ګرځولی نشم نور

 

ژبه به لمده وه د (وطن،وطن) په ذکر

اوس هغه ثواب هم پرې ګټلی نشم نور

 

قدر د اغزیو پکې ډېر دی له غاټولو

ګل په داسې خاوره کې کرلی نشم نور

 

ښار دی د ژوندیو انسانانو هدیره

شناختو شناختو سترګو ته کتلی نشم نور

 

ویښ به یوو که شپه ډېره اوږده هم وي درځاره

یو ارمان په بل پسې وژلی نشم نور

د شاعر نور شعرونه ←