پښتو ادب · شاعران
هنر احمدزی
د هنر احمدزی پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
23 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
هنر احمدزی
هره څړیکه سانده شوه،او هر پرهر په سوی شو
ستا د خپلېدو ارمان مې عمر له ګونګی شو
هغه چې ټوپک یې په اوږه دی،درته ښکاري ؟
ستا د مستقبل د تباهۍ سبب، هم دی شو
ومې کړ فرار له خپل وجوده لرې لرې
هر ځای کې په هر قدم، ستا غم راته موسکی شو
ستا د تورو زلفو د تیارو په غېږ کې ډوب وم
تاته مې وه مخه، نو خفه رانه خدای شو
څه د دوه مخۍ په برید ولاړ دي دغه خلک
یه هنره ! تا ګڼلو ورور درنه پردی شو.
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
هنر احمدزی
زړه ته مې ته راشې ، او خیال ته ستا جفا راشي
اوس چې څوک نوم د محبت واخلي ، خندا راشي
خاورې ! که ستا له تن جلا شو د ادم وجود
مه خفه کېږه ، دی به ستا غېږې ته بیا راشي
مهاجر تللي له وطنه ، مرور یاران
زه دا باور لرم یوه ورځ به پخلا راشي
چې دې په ژوند نه شي خېرخوا ، یا د کوم رنځ دوا
نو بیا پرې څه ؟ که جنازې ته دې دنیا راشي
چې څو دې توان وي جوړوه هنره ! مات زړونه
جنت ګټل دي ، چې د چا په خوله دعا راشي
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
هنر احمدزی
لږ آرام ته مې پرېږدۍ ضرورتونو ؟
ای زما د زندګۍ ضرورتونو !
ټول سبب ستاسو ، زمونږه رهبران دي
د وطن د ابادۍ ضرورتونو !
که مو خوښه وي ، چې ځان په سیند لاهو کړو
خه زه مخکې یم راځۍ ضرورتونو !
یه لا درکو، یه ناترسو ، خبردار
شۍ زما په بې وسۍ ، ضرورتونو !
موده کېږي هنر غم په سر اخیستی
ورته پېښ یۍ ، د خوښۍ ضرورتونو !
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
هنر احمدزی
بس که ډېر و ، او که کم یې کړمه مات
د بایللې مینې غم یې کړمه مات
د شهید لالي ادې مړه په ژړا
د بچي د سترګو نم یې کړمه مات
ضرورت د ژوند انبار مې په اوږو
په ډنډر لکه غنم یې کړمه مات
حق حیران یم چې ادا یې کړم کوم پور
هم یې درد راکړ ، او هم یې کړمه مات
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
هنر احمدزی
نه څه جوړ دي ؛ نه څه سم ، چې زه هم یمه په غم
هیلې نه اخلي قدم ، چې زه هم یمه په غم
ویل یې ولې نه راځې ؟ بې له تا یمه په درد
ورته ومې کړو قسم ، چې زه هم یمه په غم
ژونده ! اوف په دا شیبو ، لکه بار مې په اوږو
لکه غر په سر دې وړم ، چې زه هم یمه په غم
عشقه ! څه وشو په تا ؟ چې مې داو کړله دنیا
مخکې نه لرم تورتم ، چې زه هم یمه په غم
خه ته وایه ، سړی څنګ مایوسي نه کړي احساس
څوک په هیڅ مرور هم ، چې زه هم یمه په غم
په سلګو کې ما وی ځې ؟ لکه مات مې پریږدوې
ویل یې ستا څه وکړم غم ، چې زه هم یمه په غم
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
هنر احمدزی
داغ دې په زړه راکړ ، او سر دې په ژړا پرېښودم
چې زمانه مې طرفداره شوه نو تا پرېښودم
د پښتنو وطن یم ، هر اندام مې اور اخیستی
لکه جنت به رازرغون شم ، خو که چا پرېښودم
یه خود غرضې دنیا ! لوټ دې کړم په هره لاره
زه د پناه غېږې ته تلمه خو بقا پرېښودم
چې و د ځمکې تورې خاورې ما ګڼلو اسمان
څنګه چې خدای تنها دی ، داسې یې تنها پرېښودم
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
هنر احمدزی
د درد څړېکې مې خورې دي په پرهار کې
لا هم سوزم ستا د مینې په انګار کې
خدای مې هغه چې له خاورو یې تکمیل کړم
سر به ټیټ نه کړمه تاته په دربار کې
محبته ! مبتلا دې په څه رنځ کړم
نه مې کلي کې زړه لږي نه په ښار کې
که مې سر هم ځي د حق نارې وهمه
زه منصور یمه نه مرم ، که مې په دار کې
زېبایي دې د مخ بیا ګوره هنره !
چې د زړه ښیښه دې پاکه له غبار کړې .
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
هنر احمدزی
یو، یو مې له څنګه بېلېدل یاران
دې د مرګ بلا رانه خوړل یاران
تللي د باور تر منزل لا ندي
ستړي مګر ډېر شول په مزل یاران
زه هره رشته کې بیخي ډېر لرم
ګران راته تر ټولو د غزل یاران
څومره رقیبان به یار پالي تر شا
څومره ډېر اغزي به وي د ګل یاران؟
پاتې د سختۍ غلبېل کې یو نشو
چاڼ مې کړل هنره! مکمل یاران
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
هنر احمدزی
خدایه! په جنت کې ورکړه ځای، درځي
تږی د شرابو یو سړی، درځي
ګوره! ټول خو مړه درستنېدی نشو
عقل به مې ماسره ژوندی، درځي
درومي خفګان ژوند ته چې راځي خوښي
اوړې به خزانه! چې سپرلی درځي
ما درېږه د عشق اور ته چې نه سوځې
سترګې خو ترخېږي چې لوګی درځي
دا ده د قسمت کمي چې ګل شکوې
ستا لاس ته هنره چې اغزی درځي
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
هنر احمدزی
که څه هم ډېر عمر پرې تېر شو رژېدلی، ګل
په زړه مې اېښی د خوشبو نه پرېوتلی، ګل
ژوندون همدا دی لږ به وخاندې او مړ به شې
څه موده وروسته راګوزار شي ودرېدلی، ګل
چې ستا له خولې به وه ښکنځله ما ګڼلو صفت
چې ستا د لاسه به وو کاڼی ما منلی، ګل
مونږ هر سهار ویل چې پروت یی دی شبنم په مخ
مونږ ته څه پته وه که هره شپه ژړلی، ګل؟
نن مې د یار په حسن څه عجب نظر راغلو
ما فکر وکړو چې بیخي بس غوړېدلی، ګل
ژوندون که دوه ورځې هم وی، چې ما بس دا کولی
هنره! خلکو ته مې لاس کې ورکولی، ګل