پښتو ادب · شاعران
میوند درځار
د میوند درځار پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
8 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
میوند درځار
یو ساعت مُســــکا زمـــــــا پــــــه بـرخه رسېدلې
نــــــــوره خـــــــو ژړا زمـــا پــــه بــرخــه رسېدلې
غېږه درته درکــــړم، که تاوده تــــــاوده لاسونه؟
ســـــــتا د درد دوا، زمـــــــــا پــــه برخه رسېدلې
دا خــــاوره! که اور وي که سکروټې وي خاونده
مه یـــې اخلې، دا زما پــــــه بــــــــرخه رسېدلې
سترګې مې د ټولې پښتونخوا د ښکلو خوښې
مینه خــــو پخــــــوا زمـــــــا پــــه برخه رسېدلې
زړه تـــــــه د درتـــــــــلو لارې تـړلي دي درځاره!
دا څــــــــنګه کـــــلا زمـــــــــا په برخه رسېدلې؟
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
میوند درځار
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
میوند درځار
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
میوند درځار
ګل دی، وړوکی دی، دا زړه زما نازکه دی
مرور شوی په وړه خبره ځکه دی
ستا په راتلو د پسرلي د راتلو زېری دی
ګورو چې کوم ګل دې پیرزو زمونږ په زمکه دی
زما ګناه لږه بدله ده له نورو نه
چې د وطن غږ مې اول کړی په کلکه دی
ښار یې په نوو غلامانو باندې وسپاره
د آزادۍ په شعارونو بې نمکه دی
درځاره ته په هغه سترګو لېونی مئین
او هغه ښکلی ناخبره چې بېشکه دی
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
میوند درځار
ستا د غم ورسره غم دی کنه یاره
دا زما زړه خو ستا هم دی کنه یاره
درد مې دومره دیچې ساه اخستینشم
ته رښتیا وایې چې کم دی کنه یاره
که اختر هم وي، چې ته نه یې نازکه
نو په مونږ خو محرم دی کنه یاره
دا وطن خو ستا په مخ باندې ښایسته دی
پسرلی خو تش موسم دی کنه یاره
اذان هم وشو خو، زه به تاته درشم
د یار غږ خو محترم دی کنه یاره
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
میوند درځار
سخت دی په یوازې ځان مزل زما لپاره
ګــوره ضرورت دی ستا لرل زمــا لپاره
زړه نازړه مې ځکه درنه واخسته هلکه
کلــه دې راوړی نه و ګُـــل زمــا لپاره
مه ځه! دا موسم د تنهایۍ لپاره ندی
یو د پسرلي په خاطر، بل زمــا لپاره
سترګو دې د زړه د درد کیسه راته کوله
بیا دې هم په خوله باندې خندل زما لپاره
یــاره مـروره! د ګلــونو دوکــانــداره!
تا خــو به ګلــونه هم کــرل زمــا لپاره
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
میوند درځار
زما په مینه که دا ټول وطن خبر هم شي
نو ستا ولاکه لا هغه رقم باور هم شي
نه مړه نه راځې، که ټول عمر اوربند هم وي
او که د اوړي له روژې نه پس اختر هم شي
د ګل وطن د تقدس مسلې نه کوي
ملا، ملا دی که وارث د پیغمبر هم شي
د مین زړه پښتونولي مې لږه ډېره ده
په دومره خوار ست فکر نکوم که در هم شي
چې د کیسې د اورېدو سړی دې هم نه وي
تیاره ماښام وي او د لرې ځای سفر هم شي
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
میوند درځار
ژمی راغلی وې، د ګُلو په موسم لاړې
زړه مې په تا پورې تړلی و ته هم لاړې
ما درنه دوه ګوټه شراب د شونډو غوښتي وو
په اننګو باندې دې لیکې د زم زم لاړې
چې مرور نشې!! ... زه غږ چا پسې نکوم!
تاوان به وکړې که د نورو په رقم لاړې
دومره حیا یاره سبب لري که نه لري؟
نه څه خو شته چې له راتلو سره مې سم لاړې
ددې ولس د سرمایي پوښتنه مکوه
په لاس ګټلې زیارتونو کې په دم لاړې