افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
ژمی راغلی وې، د ګُلو په موسم لاړې
زړه مې په تا پورې تړلی و ته هم لاړې
ما درنه دوه ګوټه شراب د شونډو غوښتي وو
په اننګو باندې دې لیکې د زم زم لاړې
چې مرور نشې!! ... زه غږ چا پسې نکوم!
تاوان به وکړې که د نورو په رقم لاړې
دومره حیا یاره سبب لري که نه لري؟
نه څه خو شته چې له راتلو سره مې سم لاړې
ددې ولس د سرمایي پوښتنه مکوه
په لاس ګټلې زیارتونو کې په دم لاړې