افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
یو ساعت مُســــکا زمـــــــا پــــــه بـرخه رسېدلې
نــــــــوره خـــــــو ژړا زمـــا پــــه بــرخــه رسېدلې
غېږه درته درکــــړم، که تاوده تــــــاوده لاسونه؟
ســـــــتا د درد دوا، زمـــــــــا پــــه برخه رسېدلې
دا خــــاوره! که اور وي که سکروټې وي خاونده
مه یـــې اخلې، دا زما پــــــه بــــــــرخه رسېدلې
سترګې مې د ټولې پښتونخوا د ښکلو خوښې
مینه خــــو پخــــــوا زمـــــــا پــــه برخه رسېدلې
زړه تـــــــه د درتـــــــــلو لارې تـړلي دي درځاره!
دا څــــــــنګه کـــــلا زمـــــــــا په برخه رسېدلې؟