پښتو ادب · شاعران
صمیم ارمان
د صمیم ارمان پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
له شعري ټولګې سره مل متن
شـــوخې ښــهٔ پوهېـږم چې خوښېـږم دې
مـــړه خـــــــو اقـــــــرار دی، بس وه یې که
څـــه دې ووېــــــــــل؟ زه کـــه درنه لاړمـــه
څــــــه دې خـــــــــو ازار دی،بس وه یې که
شعرونه
4 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
صمیم ارمان
درد مــــې په زړه کې د جانان ښه دی
په مـــــــا همداسې بد ګومان ښه دی
لکـــــــه زما چې پسې وران وران دی
زړه یې همدغسې وران وران ښه دی
ژونــــــد دی په څېر لکه سبق له کتاب
پـــــکې د مینې خوږ داستان ښـه دی
دې خـــــړو دشـــتو له سکون وربښي
دې خړو دشــــتو لـــــــه باران ښه دی
دنیا کــــې هـــرڅــــه نه انسان بد دی
دنیا کــــــې هرڅه نـــه انسان ښه دی
تاتـــه دې دا لندن تــــر ډېـــــره ښه وي
ماته مــــې خپـــله خپل لغمان ښه دی
کوشش کــــوه تــــــــر خپله وسه پورې
د هر سړي سره ګـــــــــــوزران ښه دی
فکر ددې جـــــهان دې نـــــه کوي څوک
فــــکر همیـــــش د بـــل جهان ښه دی
ارمان تــــه زه پـــــــه زړه ارمـان ښه یم
ماته ارمان په زړه ارمان ښـــــــــــــه دی
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
صمیم ارمان
ولې مې زړه راته ښيــــرې وکړې ، ته څه خبر یې
ولې مې تانه په غیر شپې وکړې ، ته څه خبر یې
ما څومره سوال زاری د امن په دې ښار کې وکړې
ما څــومره چغــې او نـــــارې وکړې، ته څه خبر یې
په غـــم ښـــادی کې د هر چا په کار راغــلی یــمه
ما دومــــــــره ډیــرې جنــازې وکړې، ته څه خبر یې
خــــــــلــکو زما په نــظـــریه پســـــې خنــــدا کــوله
بـــلا کیـــــسې یې راپـــسې وکړې، ته څه خبر یې
ما پـــــدې خام فکر تنکۍ ځوانۍ دې سخت ژوند ته
د غـــــــــرونو لــوړې حوصیلې وکړې، ته څه خبر یې
په شـــــــــړک بــــاران د ګودر لار او ستا نری لوپټـــه
ارمــــــــــــــان دې پټې نندارې وکړې، ته څه خبر یې
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
صمیم ارمان
ورځـــې تـــــر بــــلې را ګرانېږې خبره مې کړې
جــــلی، خــــوږه خـــوږه لګــېږې خبره مې کړې
لکه په تــکو ســـــــــــروګلونو چې بــــاران اوري
په زړه مـې داســـــې راورېــــږې خبره مې کړې
ژونــد دی ښــې بــدې به پېښیږي وعده به کوې
چــې تــــه به نه رانـــه بیلــــېږې خبره مې کړې
زړه به مٰې درکړمه خو رښــتـیا بیا داسې نه چې
ده نیــــــــــمې لارې را ستـنـېږې خبره مې کړې
لکه پنځـوس قتله چې وکړې یو زړه که مات کړې
دومـــــــــــره به ته ګـــنـاهګارېږې خبره مې کړې
خـیال چې د خپلې لوپټې ساتــې ښهٔ به ښکارې
دې ســره نـــوره هم درنېـږې خـــــــبره مې کړې
ځار دې له شــرمـه یوه ورځ به داسې راشې چې
ته به بیـــا نهٔ رانه شــرمـــــــــېږې خبره مې کړې
ارمان سـاده پاده سړی سپــــېنې سپـــنېې وایي
پـدې به نه ترې خـــــــــــفه کېږې خبره مې کړې
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
صمیم ارمان
مـیــنه کـې اظــهـــار دی، بس وه یې که
یـــــار په زړه ګــــوزار دی ، بس وه یې که
بـــــل ســـپرلـي ته خاماخا درځمه جــان
یـــو کـــال انــتــظــار دی، بس وه یې که
ښـــــهٔ وایــــي کــــاروان چې زما ومــنـه
کــار دمــینــې کـــــار دی، بس وه یې که
لاس دې په زړګــي کــېده راټـــول یې که
غــــــږ د یــــک هــزار دی ، بس وه یې که
شـــوخې ښــهٔ پوهېـږم چې خوښېـږم دې
مـــړه خــــو اقـــــــرار دی، بس وه یې که
څـــه دې ووېــــــــل؟ زه کـــه درنه لاړمـــه
څــــــه دې خــــــو ازار دی،بس وه یې که
څــاڅکې د بــاران چې وي یاران چې وي
بـــلکل صــیب خــمار دی ، بس وه یې که
خـــــپل ارمــــــــان که مړ غواړې بـــاور که
نیــــمه خــــوله انــکار دی، بس وه یې که