د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي صمیم ارمان شعرونه

غزل

ورځـــې تـــــر بــــلې را ګرانېږې خبره مې کړې
‎جــــلی، خــــوږه خـــوږه لګــېږې خبره مې کړې

لکه په تــکو ســـــــــــروګلونو چې بــــاران اوري
په زړه مـې داســـــې راورېــــږې خبره مې کړې 

ژونــد دی ښــې بــدې به پېښیږي وعده به کوې 
چــې تــــه به نه رانـــه بیلــــېږې خبره مې کړې 

زړه به مٰې درکړمه خو رښــتـیا بیا داسې نه چې
ده نیــــــــــمې لارې را ستـنـېږې خبره مې کړې

لکه پنځـوس قتله چې وکړې یو زړه که مات کړې
دومـــــــــــره به ته ګـــنـاهګارېږې خبره مې کړې 

خـیال چې د خپلې لوپټې ساتــې ښهٔ به ښکارې
دې ســره نـــوره  هم درنېـږې خـــــــبره مې کړې 

ځار دې له شــرمـه یوه ورځ به داسې راشې چې  
ته به بیـــا نهٔ رانه شــرمـــــــــېږې خبره مې کړې 

ارمان سـاده پاده سړی سپــــېنې سپـــنېې وایي 
پـدې به نه ترې خـــــــــــفه کېږې خبره مې کړې
د شاعر نور شعرونه ←