افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
درد مــــې په زړه کې د جانان ښه دی
په مـــــــا همداسې بد ګومان ښه دی
لکـــــــه زما چې پسې وران وران دی
زړه یې همدغسې وران وران ښه دی
ژونــــــد دی په څېر لکه سبق له کتاب
پـــــکې د مینې خوږ داستان ښـه دی
دې خـــــړو دشـــتو له سکون وربښي
دې خړو دشــــتو لـــــــه باران ښه دی
دنیا کــــې هـــرڅــــه نه انسان بد دی
دنیا کــــــې هرڅه نـــه انسان ښه دی
تاتـــه دې دا لندن تــــر ډېـــــره ښه وي
ماته مــــې خپـــله خپل لغمان ښه دی
کوشش کــــوه تــــــــر خپله وسه پورې
د هر سړي سره ګـــــــــــوزران ښه دی
فکر ددې جـــــهان دې نـــــه کوي څوک
فــــکر همیـــــش د بـــل جهان ښه دی
ارمان تــــه زه پـــــــه زړه ارمـان ښه یم
ماته ارمان په زړه ارمان ښـــــــــــــه دی