د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي صمیم ارمان شعرونه

غزل

ولې مې زړه راته ښيــــرې وکړې ، ته څه خبر یې 
‎ولې مې تانه په غیر شپې وکړې ، ته څه خبر یې
‎
ما څومره سوال زاری د امن په دې ښار کې وکړې
ما څــومره چغــې او نـــــارې وکړې، ته څه خبر یې

‎په غـــم ښـــادی کې د هر چا په کار راغــلی یــمه
‎ما دومــــــــره ډیــرې جنــازې وکړې، ته څه خبر یې

‎خــــــــلــکو زما په نــظـــریه پســـــې خنــــدا کــوله
‎بـــلا کیـــــسې یې راپـــسې وکړې، ته څه خبر یې

ما پـــــدې خام فکر تنکۍ ځوانۍ دې سخت ژوند ته
‎د غـــــــــرونو لــوړې حوصیلې وکړې، ته څه خبر یې

په شـــــــــړک بــــاران د ګودر لار او ستا نری لوپټـــه
ارمــــــــــــــان دې پټې نندارې وکړې، ته څه خبر یې
 
د شاعر نور شعرونه ←