پښتو ادب · شاعران
احسان الله درمل
د احسان الله درمل پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
29 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
احسان الله درمل
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
احسان الله درمل
ښايي چې فلک مو لا په وينو، غوښو موړ نه دی
هيڅ نغری گرم نه دی، هيڅ يو سنگر سوړ نه دی
و يې بخښئ خيردی، که شرابو ته بد وايي شېخ
رب دې ور په برخه کړي کامله روغتيا، جوړ نه دی
نه کېږي آبداره مرغلره په يو غر تیږو
لوی همېشه لوی مه بوله، ووړ همېشه ووړ نه دی
فکر و ذوق مې گوره، په تار، تار پټکي مې څه خاندې؟
خيردی که عنوان يې نوی نه وي، مضمون زوړ نه دی
فخر دې په خپل معراج ډېر نۀ کوي، منصور پوی کړئ
عشق هغه ماڼۍ ده چې يې دار هم وروستی پوړ نه دی
موږ درمله هغه غزل ستا گڼلی نه دی چې
خال غوندې د حسن د اوږدې کيسې نچوړ نه دی
ما وې چې ته به راشېبشپړ شعر ولولئ
ما وې چې ته به راشې
احسان الله درمل
تازه مې کړې بيا تتې
ډیوې د سپوږمۍ ستورو
باڼه، سترگې او زړۀ مې
کړل فرش په ټولو لورو
يو ته مې ياد وې نور مې
هر څه هېر کړل د نورو
ما وې ډوبې بېړۍ ته به مې لاس د ناخدا شې
ما وې چې ته به راشې
له هر څه مې لاس واخیست
بغیر له انتطاره
غبار شوم کښېناستم به
ذرې، ذرې په لاره
چې تېر نه شې بڼو مې
رپ نه واهۀ له ډاره
ما وې چې له کوم ورک لوري به يو دم را پيدا شې
ما وې چې ته به راشې
گردباد وم له مستۍ مې
په سر وهلې منډې
شیبې د انتظار به
په دې شي ما وې لنډې
هر خوا مې کچ کولې
د وخت د صحرا څنډې
ما وې چې تورو شپو ته به مې پړکنده رڼا شې
ما وې چې ته به راشې
غوږ، غوږ د زخم، زخم
څک، څک يوې ښکالو ته
که غلي ماشومان دي
د مور للو، للو ته
سرود ستا د راتگ مې
ور زده کړ کشمالو ته
ما وې چې مړه ارمان ته به مې دم د مسېحا شې
ما وې چې ته به راشې
هر چا به په خندا وې
هغه چېرې؟ ته چرته؟
ذرې! په کوم جرأت دې
نېولې لاره لمر ته؟
کيسه دې خدای خبر دی
که ورسېږي سر ته
ما وې ته به د يو ناممکن خوب غوندې رښتيا شې
ما وې چې ته به راشې
زه څه پوی چې عشق وهم
د حسن د دیدار و؟
زه څه پوی وم چې مينه
بې ځايه انتظار و؟
اوس پوی شوم چې ژوند هسې
د ورکو هيلو بار و
اوس پوی شوم زما بخت يې په مرگ هم خدای که پخولا شې
نه راغلې نه به راشې
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
احسان الله درمل
عشق سترگور کړمه لمرونه په مشال کې وینم
دریاب دریاب نور په واړه څاڅکي د خال کې وینم
د لمر سرکشه لمبه هم سپېرې ایرې شي اخر
زه هر کمال ته رسېدلی په زوال کې وینم
د سرور زیری به یې هم وژني بې تا چې شي څوک
آبداره توره د اختر د شپې هلال کې وینم
ړوند شه زاهد چې کاته ستا سترگو ته بولي گناه
زه دوه جهانه د ثواب په دې اوبال کې وینم
د اوبو تږی به سېراب په سرابونو نشي
څه که دې زه په هر مثال په هر تمثال کې وینم
ښکاري! ته ما وېشتای شې ذوق د پورته تللو مې نه
د الوت شوق مې په مات شوي پر و بال کې وینم
داسې وړیا ندی همدمه تبسم د حسن
دا هغه گل دی چې په خدای که یې په کال کې وینم
ستا د منگي خاوره په عطرو لندوي او ژاړي
گمان حرام دی مگر زه غلا په کلال کې وینم
یاره غزل وه د درمل که بتخانه د ازر؟
زر بُته ناز یې زه په هر یو سُر او تال کې وینم
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
احسان الله درمل
د ظلم د بلا کیسه بیخي ډېره اوږده شوه
ځان بل کړئ څراغونو شپه بیخي ډېره اوږده شوه
چې سترگې مې پرانیستي را له غاړې دی رنځور ژوند
زما د زنکدن شیبه بیخي ډېره اوږده شوه
اخر مو دریمگړی شو د وینو سین تر منځه
بل چا مو نه غوښت خیر، جگړه بیخي ډېره اوږده شوه
تاریخ څه دی؟ تکرار داستان د یو او بل د محوې
د فلم دا وحشي صحنه بیخي ډېره اوږده شوه
په مهر به دې کله مات کنگل د سردمهرۍ شي؟
ساړه مړه کړو په خدای، څیله بیخي ډېره اوږده شوه
درمله نوې مینې ته دې زړه دی او که نه دی
غزل دې بایلود سوز دمه بیخي ډېره اوږده شوه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
احسان الله درمل
د حضرت رحمان بابا د مشهور غزل په کرښه. د هغه له لويې اروا څخه د بخښنې په غوښتلو.
ړنگ خو مه شه، دنگ دنگ څلي څلي خلک
«خدايه وساتې دا ښکلي ښکلي خلک»
چې په غشيو لگېدلي ول اوس ښۀ دي
لا زگېروي کوي بڼو ويشتلي خلک
افسانه ښکاري د شنۀ سمندر لطف
لور په لور چې پراته گورم خلي خلک
د جوهر څښتن دې راشي خو چې پوی وي
د حافظ ړاندۀ غونډاري ولي خلک
زړونه جگ شي چې هر خوا اړوي سترگې
سلامي کوي سپرو ته پلي خلک
د سکوت چيغې راځي له هدېرو نه
يعنې مرگه تا هم نه کړل غلي خلک
د پښو گرد يې ناز د لمر په آيېنه کا
نور دي ستا د در په خاورو وللي خلک
دومره هم بنيادم نه وځي له نرخه
خدای که گرم وو په درمل د کلي خلک
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
احسان الله درمل
گلشن به له گلچينه شي وزگار قیدي بلبله!
اخر به راوړي رنگ زموږ چغار قیدي بلبله!
له ډېرې مجبورۍ ښکل کړو قفس لعنت په گل کړو
های های څه ناکردې دي د روزگار، قيدي بلبله!
له هر زخمه مو نوی گل په خيال کې زرغونېږي
پای سخت دی گلورين د اغزن وار قیدي بلبله!
سبا به د چمن د زېړزبېښلي مخ سرخي وي
زموږ وينې دي زېري د بهار قیدي بلبله!
په پرخو به د شپې له رنجو مينځو تراخه ستوني
زه وينم په خوب داسې خوږ سهار قيدي بلبله!
د گل د عشق کيسه اوږده ده، دا خو يې عنوان دی
پنجره ده، که ځنځير، دام دی که دار، قیدي بلبله!
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
احسان الله درمل
عشق نه دی ليونيو د هوښيارو کاروبار
ړانده څوک دي چې وکړي د هندارو کاروبار؟
پېيلي يې په لومو ساده گان لکه تسپې
روان دی څه په درز کې د ديندارو کاروبار
په هر يو کار کې کار لرل هم نه دی اسان کار
دی گران تر کاريگرو د وزگارو کاروبار
که کېږي به زموږ د خودازارو په دوعا
خراب مه شه د ښکليو دل ازارو کاروبار
د وینې د قیمت کيسې کوې سر ته دې خير!
له تا دی په خطر کې د خونکارو کاروبار
د چا په فطرت زور بر دی؟ گل مړ کړي په خندا
ور وسپاري بلبل ته د کوکارو کاروبار
درمله ښار د ساندو سوداگرو واخېست ټول
په ټپه دی ولاړ د سندرمارو کاروبار
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
احسان الله درمل
راشه خپل انځور پکې دباب غوندې راواړوه
زړه مې د سندرو د کتاب غوندې راواړوه
مونږه لکه پرښې درته شپې پر اغزو تېرې کړې
اوس خو مخ ظالمې! د ګلاب غوندې راواړوه
زړونه ستا راتلو ته پر لمبو د انتظار ولاړ
خدای دې پر دې للمو د درياب غوندې راواړوه
ژوند څه دی ؟ څو شپې په توپاني درياب کې تېرې کړه
کډه په شا بېرته د حباب غوندې راواړوه
تش ګوګل به وګورې زما چې څومره شور لري
ته پرې تار د څڼو د رباب غوندې راواړوه
بس ستا د موسکا يوه ځلا غواړي زما اوښکې
ماتو ملغلرو ته څه آب غوندې راواړوه
خدايه سپينه سوله خو په تورو جنګي سترګو کښې
لږه د سپېڅلي انقلاب غوندې راواړوه
ط؛ط²ظ„ : ط¯ ع©ظˆظ ع†ط§ ظ¾ظ‡ طھظˆط±ظˆبشپړ شعر ولولئ
ط؛ط²ظ„ : ط¯ ع©ظˆظ ع†ط§ ظ¾ظ‡ طھظˆط±ظˆ
احسان الله درمل
ط¯ ع©ظˆظ… ع†ط§ ظ¾ظ‡ طھظˆط±ظˆ څڼظˆ ع©ې ط§ط³ظٹط± ط¯ظٹ
ظ„ط§ طھړظ„ظٹ ظ…ې ط®ظٹط§ظ„ظˆظ†ظ‡ ظ¾ظ‡ ط²ظ†ځظٹط± ط¯ظٹ
ع†ې ظ„ظ‡ ط²ط®ظ… ظ†ظ‡ ظٹې ط¨ط§ط³ظ…ظ‡ ظ…ړ ع©ظٹږظ…
ط§ی! ط¯ط§ څظ‡ ع©ظˆډې ط¯ې ع©ړې ظ¾ط®ظ¾ظ„ طھظٹط± ط¯ظٹ
ط¯ ط¨ط§ع†ط§ ط¯ ط¯ط±ط¨ط§ط± ط³ظ¾ظٹ ط±ط§ظ¾ط³ې ط؛ط§ظ¾ظٹ
ع†ې ط§ط®ظٹط³طھې ظ…ې ښېط±ې ط¯ ع©ظˆظ… ظپظ‚ظٹط± ط¯ظٹ
ط¯ ط±ظ†ګظٹظ† ع©ظ…ط§ظ† ګظ†ط¨ط¯ې ظ‡ظ… ط´ظˆې ط®ظ„ط§طµې
ظ„ط§ ظ†ظٹظ…ګړظٹ ط¯ې ط±ظ†ګظˆظ†ظ‡ ط¯ طھطµظˆظٹط± ط¯ظٹ
ط²ظ…ط§ عکظˆظ†ط¯ ط¯ ظٹظˆط³ظپ ط®ظˆط¨ ط¯ی ط±ط§طھظ‡ ګظˆط±ظ‡
ط³طھط§ ط®ظˆ ط³طھط±ګې ع©طھط§ط¨ظˆظ†ظ‡ ط¯طھط¹ط¨ظٹط± ط¯ظٹ
ظ¾ط³ط±ظ„ی ط¯ې ظ„ظ‡ ط®ظ¾ظ„ ځط§ظ† ط³ط±ظ‡ ط®ظ†ط¯ط§ ع©ط§
ط¯ظ„طھظ‡ ط®ظ„ظ‚ ظ¾ط®ظ¾ظ„ ط؛ظ… ط¯ظٹ ظ¾ط®ظ¾ظ„ ظˆظٹط± ط¯ظٹ
ع©ظˆظ… ګظ…ظ†ط§ظ… ظ…ظ„ظ†ګ ط¯ط¹ط§ ط¯ظ‡ ط¯ط±طھظ‡ ع©ړې
ط³ط±ظˆط¯ظˆظ†ظ‡ ط¯ې
ط¯ط±ظ…ظ„ظ‡
ط¹ط§ظ„ظ…ګظٹط± ط¯ظٹ