د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي احسان الله درمل شعرونه

غزل

عشق نه دی ليونيو د هوښيارو کاروبار

ړانده څوک دي چې وکړي د هندارو کاروبار؟

 

پېيلي يې په لومو ساده گان لکه تسپې

روان دی څه په درز کې د ديندارو کاروبار 

 

په هر يو کار کې کار لرل هم نه دی اسان کار

دی گران تر کاريگرو د وزگارو کاروبار

 

که کېږي به زموږ د خودازارو په دوعا

خراب مه شه د ښکليو دل ازارو کاروبار

 

د وینې د قیمت کيسې کوې سر ته دې خير!

له تا دی په خطر کې د خونکارو کاروبار 

 

د چا په فطرت زور بر دی؟ گل مړ کړي په خندا

ور وسپاري بلبل ته د کوکارو کاروبار

 

درمله ښار د ساندو سوداگرو واخېست ټول

په ټپه دی ولاړ د سندرمارو کاروبار

د شاعر نور شعرونه ←