د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي احسان الله درمل شعرونه

غزل

گلشن به له گلچينه شي وزگار قیدي بلبله!

اخر به راوړي رنگ زموږ چغار قیدي بلبله!

 

له ډېرې مجبورۍ ښکل کړو قفس لعنت په گل کړو

های های څه ناکردې دي د روزگار، قيدي بلبله!

 

له هر زخمه مو نوی گل په خيال کې زرغونېږي

پای سخت دی گلورين د اغزن وار قیدي بلبله!

 

 سبا به د چمن د زېړزبېښلي مخ سرخي وي

زموږ وينې دي زېري د بهار قیدي بلبله!

 

په پرخو به د شپې له رنجو مينځو تراخه ستوني

زه وينم په خوب داسې خوږ سهار قيدي‌ بلبله!

 

د گل د عشق کيسه اوږده ده، دا خو يې عنوان دی

پنجره ده، که ځنځير، دام دی که دار، قیدي بلبله!

د شاعر نور شعرونه ←