د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي احسان الله درمل شعرونه

غزل

د حضرت رحمان بابا د مشهور غزل په کرښه. د هغه له لويې اروا څخه د بخښنې په غوښتلو.

 

ړنگ خو مه شه، دنگ دنگ څلي څلي خلک

«خدايه وساتې دا ښکلي ښکلي خلک»

 

چې په غشيو لگېدلي ول اوس ښۀ دي

لا زگېروي کوي بڼو ويشتلي خلک

 

افسانه ښکاري د شنۀ سمندر لطف

لور په لور چې پراته گورم خلي خلک

 

د جوهر څښتن دې راشي خو چې پوی وي

د حافظ ړاندۀ غونډاري ولي خلک

 

زړونه جگ‌ شي چې هر خوا اړوي سترگې

سلامي کوي سپرو ته پلي خلک

 

د سکوت چيغې راځي له هدېرو نه

يعنې مرگه تا هم نه کړل غلي خلک

 

د ‌پښو گرد يې ناز د لمر په آيېنه کا

نور دي ستا د در په خاورو وللي خلک

 

دومره هم بنيادم نه وځي له نرخه

خدای که گرم وو په درمل د کلي خلک

د شاعر نور شعرونه ←